تازه خبرونه

د امریکا د ولسي جرګې مشر د ځانګړیو عملیاتو له قول اردو لیدنه کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولسي جرګې رییس پاول راین تېره ورځ په کابل کې د ځانګړیو عملیاتو له قول اردو لیدنه کړې ده.

په هغه خبرپاڼه کې، چې د ځانګړیو عملیاتو قول اردو خپره کړې؛ په ډاګه شوې، چې ښاغلي راین د دې قول اردوله قومندان سره د بېلابېلو امنیتي ستونزو او په ځانګړي توګه د افغانستان د ولسي جرګې د ټاکنیز بهیر د امنیت پر خوندي کولو خبرې کړې دي.   

د دغې خبرپاڼې له مخې؛ دغه امریکايي چارواکي د ځانګړیو ځواکونو د ستایلو او درناوي تر څنګ ویلي، چې امریکا به د تېر په څیر د افغان ځواکونو د روزنې، تجهیز او همکارۍ بهیر روان ساتي او د نړیوال تروریزم د ځپلو لپاره به ترې ملاتړ کوي.   

Trending

Exit mobile version