تازه خبرونه

د امریکا د ملي امنیت مشاور کابل ته رارسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماستر تېره شپه افغانستان ته رارسیدلی دی.

ټاکل شوې، چې نوموړی به نن د افغانستان له امنیتي، دفاعي او سیاسي لوړپوړیو چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو خبرې اترې ولري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر محمد حنیف اتمر په ډاګه کړې، چې مونږ به له نوموړي سره له لاسته راوړنو ډکه ناسته ولرو.

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماستر موخه له دې سفره په افغانستان کې د امریکا د هڅو بیا کتنه او دا، چې دغه هېواد ته د نورو سرتېرو رالیږل اړین دي که نه ښودل شوې ده.

ویل کیږي، چې جنرال مک ماستر به د افغان او پاکستانیو مقاماتو سره له لیدنې وروسته هند ته سفر یو ولري.

د امریکا د دغه لوړپوړي چارواکي سفرپه داسې حال کې افغانستان او سیمې ته تر سره کیږي، چې د روسیې ولسمشر په دې وروستیو کې ویلي؛ روسیه هیله منه ده، چې د افغانستان د ستونزې او روان بحران د حل لپاره پوځي حللارې ته اړه نشي.    

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جنرال مک ماستر افغانستان او سیمې ته په داسې حال کې سفر کوي، چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ماښام مهال امریکا د افغانستان د ختیځ ننګرهار ولایت د اچین ولسوالې په اسد خېلو سیمه کې د ”اسلامي دولت” د خراسان څانګې  پر سمڅو او تونلونو خپل تر ټولو زورور غیر اتومي بم (مور بم) وغورزاوه، چې په کې د ۹۴ داعشیانو د وژل کیدا ادعا شوې ده.

جنرال مک ماستر په افغانستان او عراق کې وخت تېر کړی او په ”فساد” ضد دولتي پروګرام کې یې همکاري کړې؛ خو د دونالد ترمپ په ولسمشرۍ کې یې افغانستان ته دا لومړنی سفر دی.

Trending

Exit mobile version