تازه خبرونه

د امریکا ولسمشر افغانستان او عراق ته د سفر تکل کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په نږدې راتلونکې کې افغانستان او عراق ته د سفر تکل کړی او له هغې پرېکړې یې هم ملاتړ کړی، چې له مخې یې پر پاکستان سلګونه میلیون دار درول شوي دي.  

ترميپ له فاکس نیوز تلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې ډېر ژر به له خپلو عسکرو سره په افغانستان او عراق کې وګوري.

ښاغلي ترمپ ویلي: زه فکر کوم او تاسې به یې وګورئ، چې دا سفر تر سره شي. د سفر په اړه پرېکړه شوې؛ خو د امنیتي دلایلو له کبله نه غواړم، چې نېټه یې په ډاګه کړم.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا پر پاکستان نیوکه کړې، چې: مونږ پاکستان ته سلګونه میلیون دالر ورسپارل؛ خو پاکستان د امریکا لپاره یو کار هم ندی تر سره کړی!

دونالد ترمپ دا هم ویلي: بن لادن په پاکستان کې اوسیده، مونږ له دغه حکومته ملاتړ کاوه. مونږ په کال کې ۱.۳ میلیارد دالر ورسپارل؛ خو اوس به دا کار نکوو. په هره توګه ما دا مرسته ودروله؛ ځکه پاکستان مونږ ته یو کار هم ندی کړی.

ښاغلي ترمپ تل پاکستان له حقاني شبکې او طالبانو څخه پر ملاتړ تورن کړی او څرګنده کړې یې ده، چې پاکستان ترهګرو ډلو ته جنت ګرزیدلی او له تېرو ۱۷ کلونو په افغانستان کې جنګ کوي. لکه څنګه یې ، چې د القاعده مشر بن لادن ته ځای ورکړی و.

لکه څنګه، چې ښکاره ده پاکستان هم دغه څرګندونې پخپل وخت رد کړي او ویلي یې دي، چې پاکستان هم د ترهګرۍ قرباني شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې پنتاګون د روان کال په سپتمبر میاست کې پر همدې لامل پر پاکستان خپلې ۳۰۰ میلیون دالر مرستې ودرولې.

Trending

Exit mobile version