تازه خبرونه

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پر یو ناڅاپي سفر کابل ته رارسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۲) پر یو ناڅاپي سفر کابل ته رارسیدلی او ټاکل شوې، چې له امریکایي سرتېرو او ولسمشر اشرف غني سره وګوري.

د امریکا سرپرست وزیر له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، چې تر دې دمه یې له افغانستان څخه د ۱۴ زره بهرنیو سرتېرو د وتلو  سپارښتنه نده تر لاسه کړې؛ خو نوموړي ټینګار کړی، چې امریکا په سیمه کې د امنیتي ګټو په لټه کې ده.

امریکا هڅه کوي، چې له افغان حکومت سره د طالبانو د خبرو په ټپه ولاړ حالت ته بدلون ورکړي؛ خو طالبانو دمګړۍ له حکومت سره پر خبرو نه کولو ټینګار کړی دی.

سرپرست دفاع وزیر پاتریک شاناهان رویترز خبري سرچینې ته ویلي؛ غوره دا ده، چې افغانستان خپله د سولې په خبرو کې برخه واخلي او خپل راتلونکی پخپله وټاکي؛ ځکه، چې دا خبرې د امریکا په اړه نه، بلکې د افغانستان په اړه دي.  

ښاغلی شاناهان د سمبر په میاشت کې د متیس پرځای، چې له دونالدترمپ سره یې سیاسي اختلاف رامنځته شو؛ د سرپرست دفاع وزیر په توګه ګومارل شوی دی.  

Trending

Exit mobile version