تازه خبرونه

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې دریدلې دي-سرچینې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې په وروستیو ناستو کې امریکا پر طالبانو فشار راوړ او له دې کبله خبرې د بندون له روان حالت سره مخامخ شوې دي.

په داسې حال کې، چې د سولې خبرو لپاره هڅو زور اخیستی؛ طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې له امریکا سره د طالبانو خبرې دریدلې دي.

دا سرچینې په ډاګه کوي، خبرې؛ ځکه دریدلي، چې پر طالبانو د امریکا سیاسي فشار زیات شوی دی.

په پاکستان کې د طالبانو د وخت سفیر عبدالسلام ضعیف وایي، چې د سولې په بهیر کې د کابل او امریکا تېروتنه دا وه، چې یوشمېر هېوادونه یې د پاکستان او عربستان په ګډون په وروستیو ناستو کې ښکېل کړي دي.       

د سولې عالي شورا وایي، له طالبانو سره د امریکا، سعودي عرستان، عربي متحده اماراتو او پاکستان د استازیو د ناستې لپاره هڅې روانې دي او ممکن دا حالت پای ته ورسیږي.

د سولې عالي شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم وایي؛ د خبرو له دریدو سره سره، چې کله ناکله پېښیږي ډاډمن یو، چې د سولې په بهیر کې به د بریالیتوبونو لیدونکي واوسو.

هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو اکثره غوښتنې دې ډلې ته ارزښت لري او له همدې کبله به پرې کورني او بهرني فشارونه ‌ډېر شي.

ځینو لویدیځو رسنیو ویلي، چې له طالبانو سره د خبرو بهیر په قطر کې د عربستان او عربي متحده اماراتو د استازیو د نه ګډون په خاطر دریدلی دی.

د دغه راپور د څرګندونو له مخې، طالبان ټینګار کوي، چې د دوی او امریکایانو خبرې دې د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر سره شي.

د ولسمشریزو ټاکنو احتمالي نوماند شیدا محمد ابدالي ویلي: فکر کوم څه نیمګړتیاوې شته؛ مونږ د سولې یوې ملي تګلارې ته بشپړه اړتیا لرو، چې خلک د سولې پر ملي بهیر ډاډه شي.         

په همدې حال کې ولسمشر غني د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په تیلیفوني خبرو کې د سولې پر بهیر ټینګار کړی دی. په دې تیلیفوني خبرو کې ولسمشر اشرف غني له عمران خان څخه افغانستان ته د سفر او عمران خان ولسمشر غني ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د سیمې هېوادونو او افغانستان ته له سفر وروسته د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اوس پاکستان ته تللی او ټاکل شوې له پاکستاني چارواکو سره په  کتنه کې له طالبانو سره د خبرو پر څرنګوالي بحث وکړي.

خلیلزاد د طالبانو وروستۍ اعلامیې ته په غبرګون کې تېره ورخ یوې ناستې ته وویل، چې کابل او واشنګتن پر یوه وخت له طالبانو سره هم د سولې او هم د جګړې لپاره چمتو دي.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version