تازه خبرونه

د امریکایي پلاوي مشر زلمي خلیلزاد په کابل کې له اجرائیه رییس سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله په کابل کې د یکشنبې پر ورځ( د سلواغې ۲۸) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په خپل کور کې ولیدل.

اجرائیه ریاست څرګنده کړې، چې په دې لیدنه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکایي پلاوي مشر اجرائیه رییس عبدالله عبدالله ته د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د خپلو سفرونو او پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

ښاغلي عبدالله عبدالله په دې کتنه کې د زلمي خلیلزاد هڅې وستایلي او څرګندوه کړې یې ده، چې سوله او د ۴۰ کلنې جګړې پای ته رسیدل د افغانستان د خلکو لومړیتوب، هیله او غوښتنه ده.

اجرائیه رییس په داسې حال کې د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرو غوښتونکی شو، چې په کابل کې د امریکا سفیر هم د زلمي خلیلزاد ملتیا کوله.

زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه خپل پېنځم سفر پیل کړی، چې له جرمني وروسته کابل ته راغلی او ټاکل شوې بیا اسلام آباد ته وخوځېږي او هلته له طالب استازیو سره هم وګوري.

ټاکل شوې، چې نوموړی به د ورسره پلاوي پر ملتیا د روانې میاشتې په ۲۵مه په قطر کې له طالب مشرانو سره خبرې ولري او د تېرې جنورۍ ناستې په پایله کې د رامنځته شویو کمیتو ترسره شوې چارې به سره شریکې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستاني خبریال سميع يوسفزي، چې د طالبانو کړنې څاري رسنیو ته ويلي، چې په اسلام آباد کې له پاکستانيو چارواکو سره د طالبانو د دوشنبې ورځې ناسته لغوه شوې؛ خو طالب سرچینو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version