تازه خبرونه
د امریکا سفارت په نو روز کې له احتمالي بریدونو خبر ورکوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د امریکا سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه سفارت د مارچ له نیمایي څخه د احتمالي بریدونو راپورونه تر لاسه کړي دي.
د یادې خبرپاڼې له مخې؛ وسلوال مخالفان په پام کې لري، چې د نوروز پر ورځ یو لړ احتمالي بریدونه د کابل او بهرنیو هېوادونو پر دفترنو او تسهیلاتو تر سره کړي.
خبرپاڼې دا هم څرګنده کړې؛ وسلوال مخالفان به پر هغو سیمو، چې په کې د خلکو ګڼه ګوڼه وي هم بریدونه وکړي.
دغه راز د ننګرهار د هوایي ډګر په ګډون ښوونځي، هوتلونه او میلمستونونه هم تر ګواښ لاندې دي.
د امریکا سفارت له خلکو او بهرنیانو غوښتي، چې په ګڼه ګوڼه کې دې له ګډون کولو ځانونه وساتي.