تازه خبرونه
د امریکا استازی خلیلزاد د چین، روسیې او اروپایي ټولنې له استازيو سره وغږیده
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې پر ورځ( د وري ۲ ) په ډاګه کړې، چې زلمي خليلزاد د افغانستان د سولې په اړه له ضمیر کابلوف، دان ژیجن او رولد کوبیه سره ولیدل او په افغانستان کې یې د سولې، سوکالۍ او امنیت راوستلو لپاره ګډې خبرې وکړې.
دوی د افغانستان حاکميت، خپلواکۍ، او ځمکني بشپړتیا ته درناوی څرګند کړ او وایي؛ افغانستان حق لري، چې د خپل هېواد په اړه سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرېکړې وکړي.
امریکا، چین او روسیې هوکړه کړې، چې د افغانستان د سولې او امنیت په اړه به خپل بحثونه وغزوي او د نورو خبرو لپاره به سیمه او نېټه هم وټاکي.
دغه راز د امریکا بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې خليلزاد د افغانستان د سولې بهیر په اړه په واشنګنن کې د اروپايي اتحاديې له ځانګړي استازي رولد کوبيه سره هم مشورې ترسره کړي؛ دواړو خواوو هوکړه کړې، چې د افغانستان جګړه به پای ته رسوي، د سولې موخې ته به رسیږي او تاوتریخوالی هم باید پای ته ورسوي.
د سولې په هره هوکړه کې باید د ټولو افغانانو په تېره بیا د ښځو، اقلیتونو او ماشومانو حقوق خوندي او ډاډمن شي او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په وړاندې ونه کارول شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو د افغانستان واکمنۍ، خپلواکۍ او ځمکني بشپړتیا ته درناوی وکړ.
امریکا او اروپايي ټولنې هوکړه کړې، چې ټول هېوادونه باید په افغانستان کې دننه او د سولې له اوسني بهیره ملاتړ ته وهڅول شي.
په دغو مشورتي ناستو کې د سولې له( بین الافغاني) بهیر، امنیت، بیارغونې او پرمختګه ملاتړ څرګند شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وایي، چې ښاغلي خلیلزاد څرګندې کړنې تر سره کړي دي؛ خو ستره مسله د افغانستان له دولت سره د طالبانو مخامخ خبرې دي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د واشنګتن له ناستې وروسته ویلي، په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو له وتلو او اوربند وروسته بیا جګړه ونشي.
هغه وایي: که دا لړۍ همداسې روانه وي، که د بهرنیو ځواکونو د وتلو او اوربند په تړاو تحولات د هوکړو له سناریو سره سم پرمختګ وکړي؛ جګړه به نوره ونشي. د (بین الافغاني) هوکړو بهیر به په راتلوونکي کې پیل شي او جګړې ته به اړتیا هم پېښه نشي.
ښاغلي ضمیر کابلوف دا هم څرګنده کړې، چې په قطر کې د افغانانو دوه یمه خپلمنځۍ ناسته به د اپریل پر څوارلسمه او پېنځلسمه جوړه شي؛ په دې ناسته کې به افغان سیاستوال بیا له طالبانو سره خبرې وکړي. ویل کیږي، چې دولت د ناستې د یوې برخې په توګه بلل شوی، نه له طالبانو سره د خبرو اترو د اصلي لوري په توګه، دولت هم تر اوسه شین څراغ ندی ښکاره کړی.
د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندیوال وایي، چې د نورو هېوادونو د ملي ګټو لپاره په بهر کې ناستې ترسره کیږي؛ خو د افغانستان د ملي ګټو لپاره هیچا کار ندی کړی.
واشنګتن وایي، د افغانستان د سولې بهیر په تړاو له روسیې، چین او اروپایي ټولنې سره د زلمي خلیلزاد خبرې دوام کوي، کومې خبرې، چې موخه یې د افغانستان جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع جوړیدل یادیږي.