تازه خبرونه

د جمعیت ګوند یو شمېر غړیو د ولسمشر د کار د دوام په اړه ګواښونه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د جمعیت اسلامي ګوند ځینو لوړپوړیو غړیو خبرداری ورکړی، چې د ولسمشر د کار دوام به ناوړه پایلې ولري. 

د ولسمشر سیاسي مخالفان د غبرګولي له لومړۍ راوروسته ناقراره شوي او هره ورځ په دې او هغه ځای کې له ولسمشره د واک پریښودل غواړي.

په دې مخالفانو کې یو هم د جمعیت ګوند غړي دي، چې له ولسمشره د واک پریښودو غوښتنه کوي.

د ولسمشریزو ټاکنو نوماند احمد ولي مسعود وایي، غني دې له خلکو بښنه وغواړي او نور دې خپل کار نه غزوي.

هغه پوښتي، چې ولې پېنځه میاشتې په واک کې پاتې شي؟ په پېنځه کلونو کې دې کار ونشو کولی په پاتې پېنځه میاشتو کې به له درغلیو او د ټاکنو لپاره د خپلو کسانو له ګومارنې پرته به نوره څه موخه ولرې.

د جمعیت ګوند ځینې غړي وايي، ولسمشر د دې لپاره پر دندې پاتې دی، چې ټاکنې پخپله خوښه مدیریت کړي. نور یې د کار دوام د منلو ندی او د دې حالت دوام کولی شي، ډېرې ناوړه پایلې ولري.

د جمعیت ګوند د سیاسي کمیتې رییس عبدالستار مراد وایي: د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند په دې اند دی، چې نور د ملي وحدت حکومت پېر پای ته رسیدلی؛ مخکې لدې، چې ناوخته شي، باید خپل کار ته د پای ټکی کیدي.               

دغه راز د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ابراهیم الکوزی وایي، چې په تېرو څلور کلونو کې دې خلک د نړۍ د متفکر په نوم وغولول. نور خلک نه غولیږي او حکومت پریده. وروره! شخړې مه رامنځته کوه، خلک دې پر وړاندې دریدلي او نور دې واک پای ته رسوي.                

د اساسي قانون له مخې؛ د ولسمشر د کار وخت د پېنځم کال د غبرګولي پر لومړۍ پای مومي؛ خو دا، چې ټاکنې ونه شوې او ټاکل شوې د روان کال د تلې پر شپږمه تر سره شي، نو سترې محکمې د اساسي قانون په تفسر کې ویلي، چې ولسمشر کولی شي ترټاکنو خپله دنده روانه وساتي.

خبریال: روهید اندیشمند

Trending

Exit mobile version