تازه خبرونه

د امریکایي ځواکونو بې وخته وتل به یوه ستراتیژیکه تېروتنه وي- جنرال میلي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر د پوځ لوی درستیز بست ته نوماند کړی امریکایي جنرال له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د بې وخته وتلو په تړاو خبرداری ورکړی او وایي، چې د امریکایي ځواکونو وتل به یوه ستراتیژیکه تېروتنه وي.

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو اختلافي برخه، چې د طالب استازیو او امریکایانو په خبرو اترو کې پرې بحثونه شوي؛ خو تر اوسه پرې هوکړه نده شوې. داسې ښکاري، چې د طالبانو ټولې غوښتنې د نړیوالو ځواکونو د وتلو د مهالوېش تر اعلانه ځنډول شوي دي.

امریکا ویلي، چې د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان؛ ځکه نکوي، چې ښایي دا هېواد د ترهګرو پر ځالې وانوړي. د امریکایي ځواکونو د  بې وخته وتلو پلان ښایي ناوړه پایلې ولري دا هغه څه دي، چې امریکایي چارواکي هم پرې اندېښنه لري.

د امریکا د پوځونو لوی درستیز بست ته نوماند جبرال مارک میلي ویلي، کیدای شي د افغانستان جګړه د خبرو اترو له لارې حل شي.

جنرال مارک میلي وایي:  دا مهال امریکا له سترو قدرتونو سره دسیالۍ ژوند تېروي او زما په باور له افغانستان څخه له وخت مخکې وتل به یوه ستراتیژیکه تېروتنه وي.

پخوانی طالب سید اکبر اغا وایي، چې ویلي، د طالب استازیو او امریکایانو تر منځ د سولې په خبرو کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش خبرې شوي دي؛ خو څه، چې پاتې دي هغه د ځواکونو د وتلو لپاره د کره نېټې ټاکل دي، چې دواړه لوریو پرې هوکړې ته ندي رسیدلي.

که څه هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو د نېټې د اعلان په تړاو له پرمختګونو خبرې کړي؛ خو له طالبانو سره یې پدې برخه کې د وروستۍ هوکړه خبره نده کړې.

Trending

Exit mobile version