تازه خبرونه

د امریکا او طالب استازیو ترمنځ خبرې تتې او پېچلې شوې دي- سرور دانش

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې دوه یم مرستیال وايي، چې د امریکا او طالب استازیو ترمنځ خبرې تتې او پېچلې شوې دي.

د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې په هغهې کمپاینې غونډه کې، چې د حزب وحدت ملي پلویان په کې راټول شوي؛ د اشرف غني دوه یم مرستیال سسرور دانش د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې پر خبرو اندېښنه ښودلې او وایي، چې یادې خبرې تتې او پېچلې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ تر اوسه طالبانو هیڅ داسې نغوته(اشاره) نده ورکړې، چې رښتینې سوله وکړي او د خلکو غوښتنې په پام کې ونیسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ تر اوسه د جګړې د پای ته رسیدو هیڅ څرک نه لیدل کیږي. هغه د سولې خبرې ځنډنۍ بولي او ټینګار کوي، چې حکومت ته ولسمشریزې ټاکنې سره کرښه ده او که ټاکنې ونشي؛ نو هېواد به بحران ته وردننه شي.

د حزب وحدت اسلامي مرستیال عباس ابراهیمزاده له حکومت وغوښتل، چې د هېواد لویې ستونزې او کړکیچونه باید په مسولانه توګه حل کړي.

دولت جوړوونکې ډله ټينګار کوي، چې جمهوریت او ټاکنې سرې کرښې دي او که ټاکنې ونه شي؛ هېواد به له ناڅرګند برخلیک سره مخ شي.  

Trending

Exit mobile version