سیمه ییز خبرونه
د انرژۍ او اوبو وزیر د هلمند معاهدې پر پلي کیدو ټینګار کوي
د انرژۍ او اوبو وزیر وایي، کمال خان بند د اوبو مدیریت او د هلمند معاهدې د پلي کولو لپاره ارزښتناک ګام او د اوبو مدیریت د دې وزارت په لومړیتوب کې دی.
د انرژۍ او اوبو وزیر علی احمد عثماني د کمال خان پروژې پلي کیدل د هلمند سیند د مدیریت لپاره ارزښتناک ګام بولي او وایي، د دې معاهدې د تطبیق لپاره د کجکي بند دوه یم فاز بشپړېدل، د کمال خان بند جوړیدل او د اوبو د اندازه کولو د ودانیو جوړول د دې وزارت په لومړیتوب کې دي.
علي احمد عثماني وایي، اوبه باید له هېوادونو سره د تقابل سبب نه شي.
د انرژۍ او اوبو وزیر وایي، که کوم بند له امنیتي ستونزې سره مخ شي؛ نو اوبه به پرهدایت ورکوونکیو دیوالونو د هغو جهیلونو پر لوري وبهول شي، چې له وړاندې جوړشوي.
په نیثمروز ولایت کې د کمال خان بند د درېیم فاز کار د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا تېره پنجشبه په رسمي بڼه پیل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د بندونو په جوړیدو او د اوبو په کنترول اندېښمن دي.