تازه خبرونه

د امریکا ولسمشر ترمپ د ځواکونو پر ډېر ژر ویستو ټینګار کړی

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له یوې امریکايي سي سپن تلویزون سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې ډېر ژر به له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي.

له هغې وروسته ، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان څخه د ۲۰۲۰ میلادي کال تر پایه د  بهرنيو ځواکونو د ویستو په اړه د ترمپ لارښوونه ډاګیزه کړه؛ نو اوس د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ په ښکاره او تنده له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو خپل ټینګار هم څرګند کړ.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي؛ مونږ شاتګ کړی؛ مونږ اوس د سولې پر مذاکراتو او معاملو کار کوو. کیدای شي تاسې اوریدلي وي، چې مونږ له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسو او غواړو له دې بې معنا جګړې خلاص شو.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان هم لیواله دي که په ټاکنو کې بریالي شي؛ نو له افغانستان څخه به امریکايي ځواکونه وباسي.

د امریکا ولسمشرۍ ته نوماند تولسي ګبیرد ویلي، چې مونږ هر کال د افغانستان په جګړه کې څلور بېلیون دالر لګوو او کله، چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسو؛ نو دغه شمېر پیسې به پر نورو برخو ولګوو او زه به د خپلې ولسمشرۍ په لومړي کال کې دغه کار ترسره کړم.

له بل لوري د ناتو عمومي منشی د افغانستان جګړه یوه ننګونه بولي او ټینګار کوي، چې اوس هم په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره وخت شته.

د ناتو عمومي منشي ینس ستولټنبرګ وایي؛ یوه له هغو ستونزو، چې مونږ ورسره په افغانستان کې مخ یو هغه د تاوتریخوالي دوام دی، خو سره له دې بیا په هم په دغه هېواد کې د سولې د ټنګښت لپاره وخت لرو.

ویل کیږي چې تر اوسه د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه کوم امر ندې ترلاسه کړی او اوس هم په تمه دي، چې کله به د ترمپ خبرې د عمل جامه واغوندي.

Trending

Exit mobile version