تازه خبرونه

د امریکایانو او طالبانو د اتم پړاو خبرې د دروازو ترشا روانې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په قطر کې د طالب استازیو او افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په مشرۍ د امریکايي پلاوي د اتم پړاو خبرو، نن دوه یمه ورځ؛ خو بیا هم د دروازو تر شاه خبرې روانې دي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي تر منځ اتم پړاو خبرې د تړلیو دروازو تر شا روانې دي.

د طالب پلاوي یوه غړي ویلي، چې که هوکړې ته ورسیږي؛ نو له افغانستان څخه به ټول بهرني سرتېري، سلاکاران او قراردادیانو د یوه ټاکلي مهالوېش له مخې ووځي.  

د طالبانو د مرکچې پلاوي غړي شهاب الدین دلاور څرګنده کړې، چې که په دغه پړاو کې هوکړه وشي؛ نو له مخې به یې له افغانستان څخه ټول بهرني سرتېري، سلاکاران او قراردادیان د مهالوېش له مخې ووځي.

طالب استازي شهاب الدین دلاور ویلي، چې له امریکا سره له هوکړې وروسته به د افغانانو خپلمنځي خبرې پیلیږي او د اساسي قانون پر اصلاح به بحث کیږي.

باخبرې سرچینې وايي؛ دواړه لوري غواړي، چې د هوکړې له لاسلیک وروسته به نړیوال سازمانونه د هوکړې د عملي کولو د څارنې لپاره را وبولي.

د امریکا او طالبانو تر منځ له هوکړې وروسته به د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمېنه برابریږي او اوربند به ټينګیږي.

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله هم وايي؛ د افغانو خپملنځي خبرو د پیلیدو لپاره جدي هڅې روانې دي او هیله من یم، چې په دې ناسته کې خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي.  

امریکايي رسنیو ویلي، چې له طالبانو سره د ابتدايي هوکړې له مخې شاو خوا شپږ زره امریکايي سرتېري له افغانستان څخه بهرشي؛ خو زلمي خلیلزاد د اتم پړاو خبرو له پیلیدو مخکې دوحې ته په رسیدو ویلي، چې امریکا له طالبانو سره د سولې د هوکړې تمه لري، نه له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو.

Trending

Exit mobile version