تازه خبرونه

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د امریکا ولسمشر ویلي؛ ټاکل شوې وه، چې د یکشنبې پر ورځ( د وږي ۱۷/ د سپتمبر ۸) له طالب مشرانو او ولسمشر غني سره په کمپ دیود کې وویني؛ خو د طالبانو وروستیو بریدونو او په کې د یو امریکایي او ۱۱ ملکي وګړیو د وژل کیدو له کبله ورسره د سولې خبرې لغو شوې.

امریکا له طالبانو سره د هوکړې په درشل کې وه؛ تر دې حده، چي د هوکړه لیک د لاسلیک لپاره پوره چمتوالي نیول شوی و، خو د ترمپ درې پرلپسي تیوتونو هر څه ګډوډ کړل.

دونالد ترمپ اعلام کړه: په پام کې وه، چي د طالبانو رهبران او د افغانستان ولسمشر د یکشنبي پر ورځ په جلا جلا توګه په کمپ دیود کې له ما سره وګوري او نن شپه امریکا ته راورسیږي؛ خو متاسفانه طالبانو د فشار په توګه ومنله، چي په کابل کي برید دوی کړی. په دغه برید کي زمونږ یو سرتېری او یوولس کسان نور ووژل شول. ما په بیړه له طالبانو سره مذاکرات لغوه کړل. د طالبانو دریځ غښتلی شوی ندی، بلکې حالت یي ترینګلی کړی. که دوی د خبرو په لړ کي ۱۲ بیګناه کسان وژني؛ نو معلومیږي، چي د خبرو د توافق صلاحیت نلري او غواړي څو لسیزې جنګ وکړي.

د ترامپ لخوا له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو له لغوه کیدو سره، افغان حکومت هم په غبرګون کې وایي، طالبان د مذاکراتو د لغوه کیدو ستر لامل و؛ هغه مهال به سوله وشي، چې په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی بند شي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال سروردانش ویلي؛ مونږ په تېرو څو میاشتو کې خپل غږ پورته کړی، چې طالبان یوې ژمنې ته هم د ټینګې ندي او خبرې خپل بری بولي. له همدې کبله څومره یې، چې له امریکایانو سره خبرې اوږدیدې هومره یې تاوتریخوالی او په ولایتونو کې جګړه پراخیده.             

اوس حکومت اعلام کوي، چې د یو مشروع حکومت د جوړولو لپاره باید ولسمشریزي ټاکني ترسره شی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي څرګنده کړې؛ رښتینې سوله به هغه مهال خوندي شي، چې طالبان د افغانانو وژنه پای ته ورسوي او د افغانستان له حکومت سره خبرو ته راودانګي.           

وسلوالو طالبانو د یوې اعلاميې له خپرولو سره د ترمپ پرېکړې ته داسې غبرګون ښودلی:

(اوس، چې د امریکا جمهور رئيس ټرمپ له اسلامي امارت سره د مذاکراتو د بهیر درول اعلان کړل، دا به ترهر چا ډیر تاوان په خپله امریکا ته ورسوي؛ اعتبار به یې زیانمن، د سولې ضد دریځ به یې نور هم نړۍ ته ښکاره، د سر او مال زیان به یې زیات او په سیاسي تعامل کې به یې کردار متزلزل معرفي کړي. د مذاکراتو په جاري ساتلو سره اسلامي امارت نړۍ ته ثابته کړه چې جګړه د نورو لخوا پرموږ تپل شوې او که د جګړې پرځای د تفاهم لاره خپله شي، موږ تر پایه ورته ژمن یو.)

د ترمپ د وروستۍ پرېکړې په اړه اجرائیه ریاست په ډاګه کړې، چې تلپاتې او باعزته سوله د افغانستان د ټولو خلکو اړینه غوښتنه ده.

اجرائیه رییس ویلي، چې مونږ په کمپ دیوید کې د ګډې ناستې زمینې ته، چې رامنځته شوې وه؛ د یو فرصت په توګه لیدل، خو په خواشینۍ، چې د افغانستان د خلکو د هیلو خلاف د تاوتریخوالي او ترهګریزو بریدونو د ډېریدو له کبله د سولې بهیر د طالبانو او نورو عواملو له کبله سبوتاژ شو.

دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، له طالبانو سره د مذاکراتو لغوه کیدل په دي معنا ندي، چي بین الافغاني خبري تر اغېزي لاندې راولي او دغه هڅې باید ګړندې شي.

اوس روښانه نده، چې د افغانستان برخلیک به څه ډول کیږي؟ آیا دغه مذاکرات به له سره پيل شي او کنه وخت به ونیسي.

خبریال: خالد نیک زاد

Trending

Exit mobile version