تازه خبرونه
د امریکا ولسي جرګې زلمی خلیلزاد د ځواب ویلو لپاره غوښتی
له طالبانو سره د امریکا د خبرو له ماتې وروسته د دې هېواد د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو جرګه ګۍ د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی کانګریس ته غوښتی، چې د سولې خبرو او د دې خبرو د ماتیدو پر عواملو ځواب وړاندې کړي؛ ځکه، چې د سولې په اړه د دولت له پټو کارونو نور ستړي شوي دي.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر ایلیوت انګل وایي؛ میاشتې میاشتې کیږي، چې د افغانستان د سولې په تړاو مو د دولت د پروګرامونو په اړه ځواب ندی اخیستی او اوس د امریکا ولسمشر وایي، د سولې پروګرام مړ شوی دي. مونږ باید په افغانستان کې د دولت له اصلي مسوول واورو، چې څرنګه او په کوم ځای کې دا پروګرام له ماتې سره مخ شو.
د امریکا د مشرانو جرګې(سنا) غړې الیزابت وارن وايي؛ مونږ باید خپل سرتېري هېواد ته را ستانه کړو او وروسته ستر بدلون راولو. مونږ نه شو کولی د افغانستان ستونزه په یوه بم حل کړو او اړتیا ده، چې د ترهګرۍ ګواښونه په نړیواله کچه له منځه یوسو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کوي، چې د ترمپ د دولت بنسټیزه موخه په افغانستان کې سولې ته لاسرسی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده مورګان اورتاکس څرګنده کړې؛ ولسمشر د خپلو هڅو په لومړیو کې ویلي وه، چې موخه یې په افغانستان کې سولې ته لاسرسی او خپلو کورونو ته د سرتېرو بېرته را ستنول دي او زه باوري یم، چې د ولسمشر موخه اوس هم په خپل حال پاتې ده.
دغه راز مسکو هم له طالبانو سره د امریکا د خبرو د لغوه کیدو په تړاو اندېښنه ښیي او د دې مذاکراتو د ډېر ژر پیلیدو غوښتنه لري.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخاروا ویلي؛ ښکېل اړخونه هڅوو، چې خبرې ډېر ژر د سولې پر هوکړې او د سولې پر هوکړه لیک د لاسرسي په فکر پیل کړي. دغه راز باوري یو، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې ټنیګښت لپاره د بهرنیو ځواکونو کمول اړین دي.
څو ورځې مخکې د کابل د شش درک سیم په یوه ځانمرګي برید کې د یوه امریکایي سرتېري له وژل کیدو وروسته ترمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې اوس داسې نښې نه ښکاري، چې دا خبرې دې بېرته له سره پیل شي.
خبریال: خالد نیک زاد