تازه خبرونه

د امریکا ولسمشر په افغانستان کې د امریکا جګړه خندوونکې بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ښاغلی ترمپ د پاکستان د لومړي وزیرد دې غوښتنې په تړاو، چې له طالبانو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي، ویلي وبه کتل شي، چې څه کیږي!

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان، چې نیویارک ته د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي ناسته کې د ګډون په موخه هغه هېواد ته رسیدلی له دونالد ترمپ سره یې په لیدنه کې له هغه غوښتي، چې له طالبانو سره د سولې خبرې له سره پیل کړي. که څه هم ترمپ د خبرو د بیا پیل ژمنه نده ورکړې؛ خو ویلي یې دي، چې په افغانستان کې د امریکا جګړه خندوونکې ده.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ وايي؛ مونږ طالبانو ته داسې ګوزار ورکړی، چې هیڅکله یې داسې ګوزار ندی لیدلی. مونږ هلته نوولس کاله وو او دا په رښتیا سره، چې یوه خندونکې جګړه ده. و به وینو، چې  څه را منځته کیږي.

د پاکستان لومړي وزیرد نیویارک د بهرنیو اړیکو د شورا په ناسته کې ویلي، ډېر مسایل بدل شوي؛ طالبانو له تېرو زدکړه کړې ده او پوهیږي، چې افغانستان اداره کولی نشي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي: احساس کوم دا هغه طالبان ندي، چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا د متحده ایالتونو لخوا خواره واره شول. مسایلو بدلون کړی؛ واقعیتونه بدل شوي، هغوی زدکړه کړې ده. طالبانو  درک کړې، چې ټول افغانستان نشي کنترولولی. افغان حکومت پوهیږي، چې د سولې یو ډول معاملې ته اړتیا ده. باید یوه سیاسي حل لاره وي.

افغان حکومت د طالبانو بریدونو ته په نغوته(اشاره) کې وایي، اوس هم د دې ډلې په دریځ کې بدلون ندی راغلی.

د ولسمشرۍ ویاند  صدیق صدیقي ویلي؛ مونږ هیله من یم، چې پاکستان په سیمهع کې د یو همکار په توګه را ښکاره شي او طالبان او د دوی مشرتابه چمتو کړي، چې له جګړې لاس واخلي. د افغانستان خلکو او حکومت ته یوازنی پرمختګ له طالبانو سره د جنګ او تاوتریخوالي دریدل دي. که دا کار ونشي او یا کوم بدلون ونه وینو؛ مونږ د طالبانو د بدلون ادعا نشو کولی.       

دغه راز روسیې، ایران او چین له طالبانو سره په لیدنه کې د سولې خبرو د بېرته پیل غوښتنه کړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د هند له استازي، د اندونیزیا د بهرنیو چارو له وزیر او پاکستاني چارواکو سره د سولې خبرو په اړه خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version