تازه خبرونه

د صدیق فرهنګ مینځنی ښوونځی د بیات بیناد له مرستو برخمن شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د صدیق فرهنګ د مینځني ښوونځي زدکوونکي د بیات بیناد د درسي او خوراکي توکو له مرستو برخمن شول.

د صدیق فرهنګ ښوونځي زدکوونکي، چې زیات شمېر یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي د بیات بنیاد له مرستو برخمن شول.

د بیات ینیاد فرهنګي او کلتوري مرستیال احسان الله ارین زی په اوسني حالت کې له معارف سره مرستي اغېزمنې بولي او له نړیوالو ټولنو غواړي، چې له پوهنې سره مرستې وکړي.

د بیات بنیاد فرهنګي مرستیال احسان الله ارین زی د دې مرستو د وېش پر وخت وویل، چې دا ډول مرستې کولی شي د پوهنې په برخه ګټوري تمامي شي.

نوموړی همداراز له کورنيو او بهرنیو ټولنو غواړي، چې له ښوونځیو سره مرستې وکړي.

د صدیق فرهنګ د ښوونځي تدریسي مرستیال مطیع الله د زدکوونکيو وضعیت ستونزمن بولي او وایي، زیاد شمېر زدکوونکي د ښوونځي له رخصتیدو وروسته هره ورځ درانده کارونه تر سره کوي.

بیات بنیاد په پلازمېنه کې د نجونو له یو شمېر ښوونځيو سره د قرطاسیې، خوراکي، تدریسي، سپورتي او ځواکمنو خوراکي توکو مرسته کړې ده.

Trending

Exit mobile version