تازه خبرونه

د تښتول شوي ۱۴ کلن اباسین وژونکي اعدام شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د لویې څارنوالۍ ادارې په ډاګه کړې، چې حکومت هغه درې کسان، چې د ۱۴ کلن اباسین په تښتولو کې یې لاس درلود د څرخي پله په زندان کې اعدام کړل.

اباسین څه نا څه دوه کال مخکې د نوې کارتې له سیمې تښتول شوی و.

تښتوونکیو لومړی د هغه یوه ګوته پرې کړې وه او له ځورونو وروسته یې نوموړی و واژه. دوی د نوموړي د خلاصون په بدل کې شاوخوا سل زره دالر غوښتي وه؛ خو د اباسین مړی هغه مهال په خاکجبار ولسوالۍ کې موندل شوی و او د نوموړي د وژنې او تښتونې په تور پولیسو ۱۲ کسه نیولي وه.، چې درې کسه یې نن اعدام شول.

Trending

Exit mobile version