تازه خبرونه
د بښنې نړیوالې ټولنې د بندیانو پر خوشې کولو ټینګار څرګند کړ
د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومت غوښتي؛ د ولسمشر د فرمان له مخې دې هغه زندانیان خوشې کړي، چې په دې فرمان کې یې یادونه شوې ده.
دوه اوونۍ مخکې ولسمشر محمد اشرف غني په زندانونو کې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه د هغو شاوخوا لس زره زندانیانو د خوشې کولو په تړاو یو فرمان صادر کړ، چې له مخې یې ښځې یې له ۵۵ کلونو لوړ عمر لرونکي او ناروغ زندانیان خوشې کیږي؛ خو د کورني او بهرني امنیت په قضیو کې نیول شوي کسان د دغه فرمان برخه نه ده.
د بښنې نړیوال سازمان لخوا په یوه خپاره شوي بیان کې اندېښنه ښودل شوې، چې په افغانستان کې د کرونا ویروس له چټکې خپریدنې سره زنداني میرمنې، چې ماشومان يي هم ورسره دي له جدي ګواښ سره مخ دي.
دې سازمان دا هم ویلي؛ مخکې له دې، چې د کورونا ویروس ستونزه جدي پړاو ته ورسېږي په فرمان کې د یادو شویو شرطونو له مخې د زندانیانو خوشې کیدلو بهیر باید چټک کړ شي.
د بښنې نړیوال بنسټ ټینګار کړی، چې په دې لړ کې دې ښځینه بندیانو ته لومړیتوب ورکړشي؛ خو د افغان حکومت د زندانونو اداره وايي، د ولسمشر غني د فرمان له مخې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ په چټکۍ روانه ده.
د دې ادارې ویاند وحیدالله زاهد ویلي، په پام کې ده، چې په څو راتلونکیو ورځو کې یو زیات شمېر بندیانې میرمنې هم خوشې شي.
نوموړی وایي، د ولسمشر د فرمان له مخې نږدې درې زره بندیان خوشې شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې له ورځې د بندیانو د خوشې کیدو بهیر دریدلی او پدې ورځ بندیان آزاد شوي ندي.