بی بی سی پښتو

د بښنې نړیوال سازمان: افغان حکومت دې د بندیانو خوشې کولو لړۍ چټکه کړي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۴, ۱۳۹۹)
BBC
افغان حکومت واي د دې فرمان له مخې یې تراوسه نږدې درې زره بندیان خوشې کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان له افغان حکومته غوښتي چې د ولسمشر د فرمان له مخې دې هغه زندانیان خوشې کړي چې په دې فرمان کې یې یادونه شوې ده. خو افغان حکومت وايي د دې فرمان له مخې نږدې درې زره بندیان خوشې شوي دي.

دوه اونۍ افغان ولسمشر محمد اشرف غني په زندانونو کې د کورونا وېروس د مخنیوي په موخه د هغو شاوخوا لس زره زندانیانو د خوشې کولوپه تړاو یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې ښځې ، له ۵۵ کلونو لوړ عمر لرونکي او ناروغ زندانیان خوشې کیږي.

خود کورني او بهرني امنیت په قضیو کې نیول شوي کسان د دغه فرمان برخه نه ده.

کورونا وېروس: افغان حکومت لس زره بنديان خوشي کوي

کورونا ويروس: څنګه ځان خوندي ساتلی شو

له کورونا ویروس ډار زموږ پر روان څه اغېز کوي؟

د بښنې نړیوال سازمان له خوا په یوه خپاره شوي بیان کې اندېښنه ښودل شوې چې په افغانستان کې د کورونا ویروس چټک خپریدو سره زنداني مېرمنې چې ماشومان يي هم ورسره دي له جدي ګواښ سره مخ دي.

BBC
د ولسمشر غني د وروستي فرمان لهم مخې ازاد شوي بندیان

دې سازمان ویلي وړاندې له دې چې د کورونا وېروس ستونزه جدي پړاو ته ورسېږي په فرمان کې د یادو شویو شرطونو له مخې د زندانیانو خوشې کېدلو بهیر باید چټک کړل شي.

د بښنې نړیوال بنسټ ټینګار کړی چې دې لړ کې دې ښځینه بندیانو ته لومړیتوب ورکړل شي.

د بښنې نړیوال سازمان خبر داری ورکړی چې د افغانستان د زندانونو امکاناتو او وضعیت ته په کتو بندیان د کورونا وېروس ځپلو له ډېر جدي ګواښ سره مخ دي.

د سویلي آسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان مسؤل بیراج پاتینیاک د هغو مېرمنو په اړه جدي اندېښنه ښودلې ده چې ماشومان هم ورسره په زندان کې شپې او ورځې تیروي.

خو د افغان حکومت د زندانونو اداره وايي د ولسمشر غني د فرمان له مخې د بندیانو د خوشې کولو لړۍ په چټکۍ روانه ده.

د دې ادارې ویاند وحیدالله زاهد بي بي سی ته وویل په پام کې ده چې په څو راتلونکو ورځو کې یو زیات شمیر بندیانې مېرمنې خوشې شي.

هغه وویل د دې ځانګړې فرمان سره سم تر اوسه دوه زره ۹۰۰ او پنځه تنه نارینه، ۸۸ ښځینه بندیانې او ۴۸ ماشومانو چې په زندانونو کې له مېدنو سره و خوشې شوي دي.

نوموړي ټینګار وکړ چې اړتیاده د بندیانو دوسې په دقت وڅېړل شي.

د افغان حکومت په زندانونو کې شاوخوا ۳۵ زره تنه بندیان دي. ویل کیږي دې زندانونو کې تر هغه ډېر شمېر زندانیان ساتل کیږي چې ورته په پام کې نیول شوي دي.

Trending

Exit mobile version