تازه خبرونه
د بښنې نړیوالې ټولنې د منظور پشتین د خوشې کیدو غوښتنه کړې
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي او د پاکستان په ملي اسامبلۍ کې د وزيرستان د خلکو استازي محسن داوړ په خپل تویت کې څرګنده کړې؛ دوی ته د سوله ييزې مبارزې سزا ورکول کيږي او د منظور پښتين له نيول کیدو سره به دوی نور هم پياوړي شي.
دغه راز د یاد خوزښت غړې ثنا اعجاز رسنيو ته ويلي، چې منظور پشتين له څو ملګرو سره نيول شوی او له پېښور پولیسو سره بندي دی.
د نوموړې د څرګندونو له مخې؛ دې ته په ډاګه شوې، چې د ډېره اسماعيل خان پوليسو د هغه پر خلاف دوسيه رسمي کړې ده.
ویل کیږي، چې منظور پشتين د شنبې پر شپه/ د سلواغې پر ۵ له شمشاد تلويزیون سره له مرکې وروسته نيول شوي؛ خو یو شمېر رسنیو څرګنده کړې، چې منظور پشتين څو ورځې مخکې د ډېره اسماعيل خان په اړوند سیمه کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان د اساسي قانون له منلو انکار کړی و او د هغه د نيول کیدو لامل هم همدا خبرې دي.