تازه خبرونه
د حکمتیار وروستیو څرګندونو د مشرانو جرګې د غړیو غبرګونونه راوپارول
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ښاغلي حکمتیار تېره ورځ په خپل ټاکنیز کمپاین کې خپلو پلویانو ته ویلي وه، چې امنیتي ځواکونه د جګړې لوري ته له سپیڅلې انګیزې سره نه ځي، بلکې فقر او بیکاري ده، چې خلک د امنیتي ځواکونو لیکو ته راکاږي.
ښاغلي حکمتیار دا هم په ډاګه کړې وه، چې نه (امان الله خان) اتل دی او نه ( احمدشاه مسعود) قهرمان….
د (افغان ځواکونو او اتلانو) په اړه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماند ګلبدین حکمتیار دغو څرګندونو د مشرانو جرګي یو شمېرغړي احساساتي کړل او ان لفظي شخړې ته وهڅیدل.
د ولسي جرګې لومړي مرستیال محمد علم ایزدیار ویلي؛ سره له دې، چې د خبرو آزادي د ټولو حق دی؛ خو هغه پاروونکې څرګندونې، چې نه یوازې یې پخپل زیان دي، بلکې نور خلک هم پاروي؛ باید ویل شوې نه وای.
د مشرانو جرګې غړي رحمت الله اڅکزي ویلي؛ د حکمتیار موخه څه ده؟ هر څه ، چې کوي؛ خلک یې ویني. د ضیاالحق زوی یې پر اوږه چپن اچولې او له دې ښکاري، چې هغو ته وفاداره دی.
د مشرانو جرګې غړي غیرت بهیر د اڅکزي د څرګندونو په غبرګون کې څرګنده کړه، چې د اڅکزي خبرې ناسمې دي او باید بښنه وغواړي.
دغه مهال د مشرانو جرګي رییس فضل هادي مسلمیار د مشرانو جرګې له غړیو وغوښتل؛ حق نلرئ، چې د ولسمشریزو ټاکنو تر پایه د کوم نوماند په ګټه یا زیان خبرې وکړئ.
دا څرګندوني په داسي حال کی راپورته کیږي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ هم د حکمتیار څرګندونې غیرمسوولانه نومولي او وایي، چې وینا یې امنیتي ځواکونو ته ښکاره سپکاوی دی.