پرمختګ او بشپړتیا
د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښتونو پراختیایي پروژه پیل شوې- درانی
د هېواد لسګونه بزګر د کرنې وزارت لخوا په یو ورځني ورکشاپ کې را ټول شول، چې موخه د بڼوالۍ معیاري کیدل یادیږي.
دوۍ وايي؛ اوس هم د کرنې په سکتورکې له شمېر داسې ستونزو سره مخ دي، چې د کرنې وزارت باید ورته لاسرسی ومومي.
د هېواد د کروندګرو استازی رحمت ګل مونږه ته اوس هم پر ټاکلي وخت اصلح شوی تخمونه او کیمیاوي سره نشو تر لاسه کولی، سړخوني، شنې خوني او تولید ته د مارکیت موندنې ستونزې مو هم ندي حل شوي د کرنې وزارت باید په دې برخه کې همکاري وکړي.
د کرنې او مالدارۍ وزیرهم تر یوه بریده د بزګرو ستونزې مني؛ خو وایي هغه څه، چې د کرنې وزارت په توان کې شته؛ کروندګرو ته سهولیتونه پراخ شوي دي.
هغه زیاته کړې ، چې په راتلونکي کال کې به ۱۵۰۰۰ ټنه اصلح شوي تخمو نه او ۳۰۰۰۰ زره ټنه کیمیاوي سره بزګرو ته ووېشل شي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر نصیراحمد درانی په ډاګه کړې، چې نوې پروژه به د هېواد په ټولو ولایتونو کې پیل شي او د کار زیاته برخه به يي هم د ځنځیروي باغونو او بڼونو پراختیا، د اوبو مدیریت، د سړخونو او شنوخونو جوړول د نوي پروژې بنسټیزې برخې دي، چې په راتلونکیو شپږ کلونو کې به پلي شي.
دغه وزارت وايي، چې په روان کال کې د هېواد د غنمو په محصولاتو کې د پام وړ زیاتوالي راغلي او هڅه کوو، چې هېواد ته د کرنیزو محصولا تو واردات کم او د هېواد کرنیزو محصولاتو په صادراتو او پروسس کې له خصوصي سکتور سره پنځوس سلنه مرسته تر سره شي.