تازه خبرونه

د دولت جوړوونکې ډلې پلوي ګوندونو د بې بایومتریکو رایو پر شمېرلو ټینګار کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

له دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې سره همغاړي ګوندونه او ډلې ټینګار کوي، چې بې بایومتریک شوې رایې دې هم وشمېرل شي.

بایومتریکي او بې بایومتریکي رایې په ولسمشریزو ټاکنو کې یوه جنجالي مساله ده، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې په اړه ویلي؛ یوازې دې د بایومتریکي دستګاوو رایې وشمېرل شي؛ خو له دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې سره همغاړي ګوندونه د بې بایوومتریک رایو نه شمېرنه دسیسه بولي.

د حق او عدالت ګوند رییس معین گل څمکنی وايي: که دوی پر بایومتریک رایو بسنه وکړي؛ نو تر شاه به یې یوه لویه سیاسي دسیسه وي. لویه پکتیا به له دې پروسیجره وروسته پاتې نشي، ترې به پخپل ټول ځواک دفاع وکړي او ورته حاضر هم دي.

د افغانستان د ملت د اسلامي حرکت ګوند رییس سید حسین هادي ویلي: د ټاکنو خپلواک کمیسیون اړ دی، چې د هغو خلکو رایې د اعتبار وړ وګڼي، چې نومونه یې په نوملړ کې شته او ستیکر لري؛ خو بایو متریک شوي ندي.         

د کار تر دې ځایه، زیاترو ټاکنیزو ډلو او د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هغو رایوو په باور ټینګار کړی، چې بایومتریک شوي وي.

د دولت جوړونکې ټاکنیزې ډلې غړی سید علي کاظمي  ویلي: زمونږ وړاندیز دادی، چې هر څنګه وي ؛ نوماندان باید د ټاکنو پایله ومني.          

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې او د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي د ټاکنو خپلواک کمیسیون  له دې پرېکړې ننګه کړې، چې د بایوومتریک دستګاوو رایو ته دې اعتبار ورکړشي.  

د ټاکنو خپلواک کمیسیون کمیشنر مولانا محمد عبدالله وایي؛ تر دې دمه نه کوم سفارت او نه هم کومې ډلې مونږ ته د بې بایو متریک رایو د شمېرلو سپارښتنه نده کړې. د ټاکنو قانون او د ټاکنو لیحو روښانه کړې، چې یوازې بایومتریک شوې رایې د اعتبار وړ دي.           

د تلې شپږمې په ټاکنو کې ټولو لوریو ټینګار کړی، چې بایومتریک شوې رایې دې وشمېرل شي؛ خو یو شمېر معلومات ښیي، چې ځینې رایې بې بایومتریکې هم وې.

Trending

Exit mobile version