تازه خبرونه

د سومالیې په موګادیشو کې چاودنې له ۱۶۶ کسانو ډېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د شنبې پر سهار( د مرغومي ۷ / د دسمبر ۲۸) یوې زورورې چاودنې د سومالیا پلازمېنه موګادیشو ولړزوله، چې په کې ۷۶ کسان وژل شوي او له ۹۰ ډېر ټپیان دي.

د راپورونو له مخې؛ چاودیدونکي توکي په یوه موتر کې ځای پر ځای شوي وه، چې د پلټنې د یوې پوستې تر څنګ یې چاودنه کړې ده.

وېره شته، چې ممکن د دې موتر بم بريد د زیانونو شمېر نور هم لوړ شي.

د موګادیشو ښاروال عمر محمود ويلي؛ په چاودنه کې لږ تر لږه ۹۰ ملکي وګړي ټپیان شو،ي چې ډېري یې زدکونکي دي.

یوه عیني شاهد رویترز خبري سرچینې ته ویلي؛ د ځینو جسدونه دومره سوځیدلي، چې د پیژندلو ندي.

که څه هم کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی؛ خو الشباب اسلامپالي، چې په ۲۰۱۱ کې له موګادیشو څخه ایستل شوي؛ د ورته چاودنو پړه یې منلې وه.

الشباب اسلامپالي اوس هم په سومالیا کې یو شمېر سیمې تر خپلې څارنې لاندې لري.

Trending

Exit mobile version