تازه خبرونه
د اوکراین د الوتکې سقوط تخنیکي ستونزه وه که چاودنه؟
بوینګ ۷۳۷ اوکراینۍ الوتکه چی کښې ۱۶۷ مساپر او ۹ کارکوونکي وو د جنورۍ پر اتمه تهران کې له امام خمیني هوايي ډګر تر پورته کېدو وروسته هغه وخت وغورځېده کله چې څو ګړئ دمخه ایران د امریکا دوه اډې په توغندیو وویشتې.
ځینې ایرانی رسنۍ د دې پېښې لامل تخنیکي ستونزې بولي او د چارواکو له خولې لیکي چې الوتکې بېړنی حالت اعلان نه کړ، خو د توغندي ترڅنګ د نورو شونتیاوو ناندرې هم روانې دي.
د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي ویلي، لومړیتوب د حقیقت مالومول او د دې بوږنوونکې پېښې د مسوولو کسانو پېژندل دي. همداراز د اوکراین د ملي امنیت شورا منشي اولیکسي دانیلوف په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي، چې اوکرایني پلټونکي د الوتکې د غورځېدو څلور ممکنه دلایل لکه توغندی، له بې پیلوټه الوتکې سره ټکر، د ماشینونو ستونزه او الوتکه کې ترهګریز برید او چاودنې، ارزول غواړي.
د الوتکې د غورځېدو په هکله پلټنې روانې دي، اوکراین هم خپل پلټنډله تهران ته استولې، خو لا تراوسه څرګنده شوې نه ده چې د دې دوو پېښو ترمنځ تړاو شته او که نه.