تازه خبرونه

د سلواغې ۲۶ له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وتو له ۳۱ کلیزې سره برابره ده

Published

on

د ۱۳۶۷ لمریز هجري کال د سلواغې پر ۲۶ شوروي لښکرو له افغان مجاهدینو سره له څوارلس کلونو خونړیو جګړو وروسته افغانستان پرېښود او د دوستۍ پله له لارې خپل هېواد ته ستانه شول.

د شوروي  سرې لښکرې د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر ۶ کابل او ټول هېواد ته راغلې، چې شمېر یې شاوخوا ۱۲۰ زره حساب شوی، دغو لښکرو په افغانستان کې بې رحمانه بریدونه او د خلکو ځپل پیل کړل، چې لوی مقاومت ورسره را منځته شو. افغانانو د بې شمېره قربانیو له ګاللو سره د وخت شوروي د افغانستان پرېښودو ته اړ کړ. شوروي لښکرې د ۱۳۶۷ کال د سلواغې پر ۲۶ له هېواد ووتلې، چې سږ کال پر دې بري ۳۱ کاله اوړي.

د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، یو شمېر کسانو له افغانستان څخه د شوروي لښکرو له وتلو سره موافق نه ول او له پایلو یې وېره لرله. په هغه ورځ، چې د وخت شوروي ځواکونو وروستی سرتېری له حیرتانو تېر شو؛ دوی د دې پر ځای، چې خوشحاله شي خفه شول.

کارپوهانو ویلي، له افغانستان څخه د شوروي لښکرو وتل لویه تېروتنه وه او د یوه نامناسب جورجاړي له مخې یې افغانستان پرېښود.

د افغانستان نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي  څرګنده کړې، چې: د روسانو ماتې او ناکامۍ ډېر غټ قیمت درلود؛ روسان د افغانستان په ساتلو کې ناکام شول او په میلیونو افغانان شهیدان، په میلیونو نور زخمیان، معیوب او بېشمېره کورنۍ له غمونو سره مخ شوې.     

د سلواغې پر ۲۶ شوروي لښکرې له افغانستان ووتلې او د داکتر نجیب حکومت، چې د شوروي له ملاتړ برخمن و؛ د پوځيانو له وتلو سره مجاهدینو ته یوازې پاتې شو، پېنځه کاله نورې جګړې هم وشوې. په پای کې د ۱۳۷۱ لمریز هجري کال د غویي پر اتمه نجیب واک پرېښود او مجاهدین قدرت ته ورسیدل.

د هوایي ځواکونو پخوانی قومندان عبدالوهاب وردګ د شوروي لښکرو وتل لویه تېروتنه بولي او وایي: شوروي ځواکونه د یوې معاملې له مخې ووتل. دوی باید د یوې اجندا له مخې وتلي وای، چې داسې ونشول.

دغه ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي توګه په کابل او هراتکې د بري د ورځې په توګه ونمانځل شوه. د دغو هېواد والو د څرګندونو له مخې؛ دوی وکولی شول، چې له یوې لسیزې جګړې وروسته د وخت شوروي ځواکونه پر ګوندو کړي. 

د شوروي یرغل د میلیونونو افغانانو د مهاجرت او سلګونو زره خلکو له وژل کیدو سره پای ته ورسید؛ خو په دې جګړه کې شاوخوا ۱۵ زره شوروي پوځيان هم وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version