تازه خبرونه

د حکمتیار د کور په څو قدمي کې د هغه پر ضد لاریون وشو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کابل په غازي لوبغالي کې د ګلبدین حکمتیار له وینا وروسته سلګونه کسانو د حکمتیار د کور په څو قدمي کې د هغه پر ضد لاریون وکړ.

لاریونکوونکي حکمتیار جنګي جنایت کار او د خلکو وژونکی بولي او  د هغه د محاکمې غوښتنه لري.

دوی د  کابل ښار د اویایمې لسیزې د کورنۍ جګړې د قربانیانو عکسونه له ځان سره لیږدوي، چې په کې د میرویس جلیل، قهار عاصي او نورو قربانیانو عکسونه هم لیدل کیږي.

د اعتراض کوونکیو غږ د حکمتیار ساتونکي اړ کړل، چې  سړک ته را ووځي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې دولت اوس په دې موقیف کې نه دی، چې جنګي جنایت کاران محاکمه کړي.

له دوه لسیزو وروسته ګلبدین حکمتیار د لسګونه موټرو پر ملتیا د پنجشبې په ورځ کابل ته راغی، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ورته د هرکلي مراسم جوړ شول.

کابل ښاریان بیا د حکمتیار د موترو په کاروان کې له هغو وسلوالو اندېښنه لري، چې پر سپکو او درندو وسلو سمبال ښار ته را ننوتل.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version