تازه خبرونه

د دولتي ځواکونو د تجهیزاتو او مهماتو پلورل ملي خیانت دی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس د دولتي ځواکونو د تجهیزاتو او مهماتو پلورل ملي خیانت بولي او ټینګار کوي، چې ان د وژل شویو سرتېرو او ټپیانو په اکرامیه کې هم غلا کیږي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د پنجشنبې په ورڅ(د زمري ۱۹) له لویې څارنوالۍ سره په ګډه ناسته کې، چې موضوع یې په امنیتي بنسټونو کې له فساد سره د مبارزې مساله ده؛ د وسلو او مهماتو په برخه کې د حساب کتاب پر نشتون نیوکه کړې او تائیدوي، چې حتا د دولتی ځواکونو وسلې او مهمات پلورل کیږي او وسلوال ترې تجهیزیږي.

د نوموړي په وینا؛ له هغه ځایه، چې په کې مرمۍ نه وي، خبریږو، چې مرمۍ او مهمات پلورل کیږي او دښمن تجهیزیږي، چې دا له ملي خیانته لږ څه نه دي.

لوی څارنوال فرید حمیدي د فساد څېړلو لپاره د پلاوو ټاکل او لیږل، چې د جګړو سنګرونو ته ځي، پخپله د فساد د ترویج او پراختیا سبب بولي او وایي، فساد د مرګ و ژوند په دوه لاري کې درولي یو؛ له هر فساد سره ، چې تر سره کیږي د یو سرتېري وینه توییږي او د وړتیا او دفاع له مخې بېوسه کیږي.

فساد تل د امنیتي ځواکونو د تلفاتو یو مهم علت بلل کیږي؛ خو اوس لویه څارنوالۍ له امنیتي بنسټونو سره ګډه څلور اړخیزه هوکړه کړې، چې د فساد نښې پیدا کړي، له منځه یې یوسي او د وړاندې تګ لپاره حل لارې ومومي.

Trending

Exit mobile version