تازه خبرونه

د حکمتیار د وروستیو څرګندونو په اړه دیني عالمانو غبرګون ښکاره کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یو شمېر دیني عالمان د حزب اسلامي د رهبر ګلبدین حکمتیار د خبرو په غبرګون کې وايي، چې استشهاد هغه شهادت غوښتنه ده، چې مجاهد په کې د جګړې ډګر ته زغروال ځي او د د ښمن له وار او بریده د ځان ژغورنې هڅه هم کوي.

استشهاد یوه دیني کلمه ده، چې د د یني عالمانو په باور د شهادت غوښتنې معنا لري.

دیني عالم شمس الرحمان فروتن وایي؛ هغه مجاهد، چې زغره یې اغوستې وي، پر وسله سمبال د جګړې ډګر ته دننه کیږي، خو د ولسي وګړیو او هغوی، چې په جګړه کې ښکېل نه وي، د وژنې هدف ونلري.

د نوموړي په وینا؛ په اوسنیو شرایطو کې د استشهاد او ځانمرګو بریدونو تر منځ توپیر شته، چې ډېرو دغه مساله له پامه غورزولې ده.

د حزب اسلامي رییس عبدالهادي ارغندیوال وایي، زه په خپل هېواد کې غواړم ، چې یو بم هم چاودنه ونکړي او نه غواړم، چې د افغانستان یو فرد هم زیانمن شي.

په افغانستان کې زیاتره وخت، چې پر پوځیانو او امنیتي ځواکونو ځانمرګي بریدونه کیږي تل په کې په ډېر شمېر ولسي وګړي وژل شوي او ان په قصدي توګه هم په ځينو مواردو کې ولسي وګړي په نښه شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وایي، ټولې هغه کړنې، چې په کې خلک وژل کیږي او یا یې د ځورونې لامل ګرزي؛ قانوني نه دي او وحشیانه کړنه ګڼل کیږي.

د تخار یو اوسیدونکی وايي، د بې ګناه خلکو وژل ستره ګناه ده او هیڅوک حق نلري، چې ووایي ښه کار یې کړی دی.

د هلمند یو اوسیدونکی وایي، ځانمرګی برید ګناه ده؛ هم ځانوژنه ده او هم بې ګناه خلک په کې وژل کیږي.

د هلمند ولایت یو بل اوسیدونکی وایي؛ د اسلام په کوم ځای کې راغلي، چې د بې ګناه خلکو په وژنه هم شهید کیږې او هم جنت ته ځې ؟!

خلک وایي؛ وسلوالې ډلې غواړي، چې د ځانمرګو بریدونو په تر سره کولو هېواد او خلکو ته زیان واړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستي ځانمرګي برید کې ۱۰۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۳۷ نور ټپیان شوي، چې زیاتره یې ولسي وګړي وه.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version