تازه خبرونه

د دولتي ځواکونو د څه باندې۱۵۰ میلیون دالرو تېل غلا شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 د سیګار تازه موندنې ښیي، چې په افغانستان کې د ۱۵۴ میلیون دالرو پر ارزښت د دولتي ځواکونو تېل غلا شوي، چې کیدای شي دغه دالر د طالبانو په تمویل کې هم کارول شوي وي.  

سیګار یا د افغانستان د بیا رغاونې لپاره د امریکا پر مرستو د څار ځانګړې اداره وایي؛ د دولتي ځواکونو تېل، چې ارزښت یې څه باندې۱۵۰ میلیون دالرو ته رسیږي، غلا شوي او د تېلو دا  غلا اوس د ګټې وټې یوه ښه سرچینه ګڼل شوې ده.

د افغانستان ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش دغه راپور ردوي او وایي، چې: اړوند اداره د اړتیا له مخې په هر ځای کې، چې اړتیا وي خپل اکمالات تر سره کوي او په اردو کې د فساد مخه تر ډېره نیول شوې ده.

 د سیګر د تازه راپور له مخې؛ له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۶ پورې افغان ځواکونو ته د څه باندې ۱۳ میلیارد دالرو په ارزښت لس میلیون لیتر تېل ورکړ شوي دي.

سیاسي شنونکی  مولا محمد پیمان وایي:  د تېلو قراردادونه یا حکومت کړي او یا هم بهرنیو ځواکونو؛ کیدای شي له هغه چا سره تړونونه تر سره شوي وي، چې له حکومتي پرېکړو سرغړونکي دي.    

سیګار دا هم په ډاګه کړې، چې، د افغانستان د امنیت د انتقال ګډه قومنداني اوس د تېلو د وېش لپاره نوې لارې چارې لټوي.

پوځي کارپوه هادی قریشي وایي: فساد تر دې دمه روان دی او باید مخه یې ونیول شي.           

مخکې له دې سیګار څو ځله ویلي وه، چې په امنیتي بنسټونو کې پراخ فساد روان دی او ان وسلې او مهمات یې پلورل کیږي؛ خو د افغانستان حکومت وایي، چې د فساد په وړاندې نوې هڅې کارول شوې دي.  

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version