تازه خبرونه

د دولت او طالبانو اوربند ناڅرګند ښکاري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې له افغان دولت سره د سولې خبرو او اوربند په تړاو څه یادونه نه ده کړې؛ خو څرګنده شوې، چې سوله او امنیت د اسلامي حاکمیت اړتیا ده.

د طالبانو مشر د شنبې پر ورځ( د زمري ۲۷) یو اختریز پیغام خپور کړ، چې په کې له افغان دولت سره د سولې خبرو او اوربند په اړه څه نه دي ویل شوي.

طالب مشر ملا هبت الله آخندزاده یو ځل بیا له امریکا سره پر مخامخ خبرو اترو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې امریکا باید د جګړې د پای ته رسولو لپاره تضمین ورکړي.

په دې پیغام کې له امریکا غوښتل شوي، چې له طالبانو سره دې مخامخ خبرې وکړي.

د طالبانو مشر هغه دیني عالمان ساده ګان او درباري یاد کړي، چې د افغانستان له حکومت سره جګړه یې ناروا او حرامه ګڼلې ده.

د سولې عالي شورا رییس  عبدالکریم خلیلي وایي؛  دولت دې له طالبانو سره د اختر په ورځو کې اوربند وکړي، چې نورې وینې تویې نشي.

نوموړي زیاته کړې، چې کوچني اختر ته ورته دې په لوی اختر کې هم اوربند وشي؛ دا وړاندیز د خلکو د غوښتنې له مخې کیږي او له طالبانو هم د اوربند غوښتونکي یو.

د عالمانو شورا رییس او د ښځو ټولنه هم د اختر په ورځو کې د دوه اړخیز اوربند غوښتنه لري.

د افغانستان د عالمانو سراسري شورا رییس قیام الدین کشاف وایي، چې مونږ هم په دغو ورځو کې د سراسري اوربند غوښتونکي یو.           

د افغان ښځو ټولنې استازې شفیقه حبیبي هم د اوربند پر ټینګیدو ټینګار کوي او وایي؛ له ولسمشره غواړو، چې د اختر په ورځو کې یو ځل بیا اوربند اعلام کړي؛ خو دا اوربند دې دوه اړخیزه وي.      

د طالبانو مشرتابه په ډاګه کړې، چې د سولې او امنیت ټینګښت د طالبانو یوه موخو ده؛ خو د بهرنیو ځواکونو په حضور کې ناشونې شوې او د افغانستان د ژغورنې یوازنۍ لار اسلامي حاکمیت دی.

Trending

Exit mobile version