تازه خبرونه

د دولتي ټیټ پوړیو مامورینو معاشونه لوړیږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

مالیې وزارت وایي، د دولتي ټیټ پوړیو مامورینو د معاشونو د لوړیدو طرحه د کابینې په بحث کې تصویب شوې ده.

ښایي دا په څو لسیزو کې تیټ پوړیو دولتي مامورینو ته تر ټولو ښه خبر وي؛ ځکه، چې د دې طرحې موخه د ټیټ پوړیو او جګپوړیو مامورینو تر منځ په معاشونو کې انډول ګڼل شوی دی.

د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ په دې طرحه کې د جګپوړیو مامورینو له معاشونو کمیږي او د ټیت پوړیو مامورینو پر معاشونو ور زیاتیږي.

مسوولین وایي، د دې ګام بله موخه له فساد او بېوزلۍ سره مبارزه ده.  

د مالیې وزارت زیاتوي، په دې کار سره به په دولتي ادارو کې فساد کم، روڼتیا زیاته او کارونه چټک شي.

د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي: مخکې به زمونږ یو اجیر، یا موتر چلوونکي یا هغه څوک، چې په د فتر کې به یې پاکاري کوله؛ شپږ یا اووه زره افغانۍ معاش اخیست. اوس دغه معاش د یارلس یا څوارلس زره افغانیو ته رسېږي او هغه ټیټ رتبه مامور، چې معاش به یې اته یا نهه زره و اوس د هغه معاش تقریباً اتلس، یا شل زره افغانیو ته رسېږي او مونږ داسې رییسان او معین صاحبان لرل، چې درې لکه درې نیم لکه افغانۍ معاشات به یې اخیستل او هغه دوه لکه او دوه لکه شل زره ته راټیټېږي.

اقتصادي کارپوهان د دې طرحې هرکلی کوي؛ خو وایي، ممکن په آسانه عملي نه شي.

اقتصادي کارپوه حکیم الله صدیقي وایي: زمونږ ډېر باور نه راځي او ګومان نه کیږي، چې افغان حکومت دې دغه طرح عملي کړي. ښايي دا کار ډېر سخت وي؛ ځکه مونږه د بودجې ستونزه لرو، خو بیا هم د حکومت د دغه کار هرکلی کوو.

د مالیې وزارت  د معلوماتو له مخې، دا طرحه له فساد سره په مبارزه کې اغېزمنه ده او معاشونه به له ملي عوایدو برابریږي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version