تازه خبرونه

د تلپاتې سولې تګلاره اوس هم بې برخلیکه ده-عبدالله عبدالله

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

اجرائیه رییس وایي، د سولې خبرو اترو غوټه نده پرانیستل شوې او په دې لار کې جدي اندېښنې اوس هم شته.

د هغو نهه خبریالانو د لومړنی تلین په نمانځغونډه کې، چې تېرکال د کابل ښار د مطبعې تر څنګ ترې  ځانمرګي ژوند واخیست؛ اجرائیه رییس وویل: تر اوسه د سولې بهیر په وړاندې خنډونه ندي لیرې شوي او د تلپاتې  سولې تګلاره اوس هم بې برخلیکه ده.

ښاغلی عبدالله ټینګار کوي، چې اکثریت خلک شاتګ نه غواړي او حقونه یې باید د سولې په خبرو کې خوندي شي.

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله زیاتوي؛ د نظام طالباني کیدل څوک نه غواړي او تر دې دمه دا غوټه خلاصه شوې نده. د افغانستان خلک هم د میز دواړو خواوو ته تر دې دمه ندي ناست؛ ځکه، نو د سولې راتلونکی له مخامخ خبرو سره تړل شوی دی.      

د ملي امنیت شورا سلاکار ټینګار کوي؛ اوسنی وضعیت یو ناورین دی او د دې حالت دوام، چې هره ورځ ګڼ کسان وژل کیږي، د منلو ندی.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وایي، چې افغانستان له ناورین سره مخ شوی او هره ورځ په کې سلګونه کسان وژل کیږي. په دې جګړه کې د رسنیو روان کار جهاد دی؛ دوی نه یوازې زمونږ، بلکې د نړۍ ویاړ هم دي، چې سرتېرو ته ورته یې سینه سپر کړې ده.         

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وایي، چې امنیتي ځواکونه هره شېبه د خلکو د هوساینې او د دښمن د ځپلو لپاره هڅې کوي او د ځان د وینې په بیه د هېواد د ژغورنې او آزادۍ لپاره جنګیږي.            

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت د سولې مشورتي لویه جرګه جوړه کړې، چې د سولې خبرو په تړاو ټولیز نظر واخیستل شي. وبه کتل شي، چې طالبان به د جګړې پرېکړه کوي او که به له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضریږي.

Trending

Exit mobile version