تازه خبرونه

د امیر دوست محمد خان منځني ښوونځي ته د بیات بنیاد مرستې ورسیدې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د امیر دوست محمد خان منځني ښوونځي بېوزلو زدکوونکیو ته درسي او خوراکي توکي وویشل.

د امیر دوست محمدخان منځنی ښوونځی د کابل په مرکز  کې دی؛ خو د دې ښوونځي زدکوونکي د مالي ستونزو تر څنګ له ښو امکاناتو هم برخمن ندي.

بیات بنیاد د دې ننګونو د حل لپاره د ښوونځي له زدکوونکیو سره د خوراکي او درسي توکو، بوټونو او ورزشي لوازمو مرسته وکړه.

د بیات بنیاد لوی مشر داکتر احسان الله بیات وایي، خوښ یم، چې په تېرو څو ورځو کې مو د کابل ښار څو ښوونځیو ته خوراکي او درسي توکي ورسول. دغه توکي د زدکوونکیو اړتیاو ته په پاملرنه برابر شوي دي.

هغه دا هم ویلي، چې مرستو یې تر یوه بریده د دې ښوونځي اړتیاوې پوره کړې؛ خو له نورو خیریه بنسټونو هم غواړي، چې د هېواد له پوهنیز نظام سره همکاري وکړي.

د امیر دوست محمدخان منځنی ښوونځی محمد اسحاق علمیار د روغتیایي خدمتونو، څښاک پاکو اوبو، معیاري ټولګیو، ورزشي میدانونو او د شنې ساحې نشتون لویې ستونزې یادوي او د بیات بنیاد مرستې په اوسنیو شرایطو کې ګټورې بولي.

بیات بنیاد  شاوخوا یوه نیمه لسیزه کیږي، چې د افغانستان په لیرې پرتو ولسوالیو او بېوزلو سیمو کې د بشردوستانه مرستو تر څنګ د ښوونځیو، ورزشي میدانونو او روغتیایي مرکزونو پر جوړولو کار کوي.

Trending

Exit mobile version