تازه خبرونه
د سویلي ولایتونو۹۰ زره ماشومان واکسینو ته لاسرسی نلري
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د عامې روغتیا وزیر وایي، د ګوزن یا فلج بې علاجه ناروغۍ واکسین به سر له ننه په ټول هېواد کې پیل او د پېنځه ورځو په لړ کې به شاوخوا نهه میلیون هغه ماشومان، چې عمرونه یې له پېنځه کلونو ټیټ وي، واکسین شي.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وايي، چې د امنیتي ستونزو له کبله په ځانګړې توګه په سویلي ولایتونو کې به زرګونه ماشومان د ګوزن له واکسین څخه پاتې شي.
نوموړي په وینا؛ په هلمند، زابل، روزګان او کندهار ولایتونو کې ۹۰ زره ماشومان د ګوزڼ واکسین او روغتیایي آسانتاوو ته لاسرسی نه لري.
د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په روان کال کې د ګوزڼ پېنځه پېښې ثبت شوې دي.
ویل کیږي، چې د ګوزن یا فلج ناروغۍ هغه وخت په بشپړه توګه له منځه تلای شي، چې په هیواد کې سراسري امنیت ټينګ او دغه کمپاین له امنیتي ستونزو سره مخ نشي.
خبریال: احمدفرشاد صالح