تازه خبرونه
د سپین بولدک په اړوند ډله ییز برید کې ۶ پولیس وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په کندهار کې چارواکو ویلي، چې تېره شپه د سپین بولدک ولسوالۍ پرامنیه قومندانۍ په وسلوال ډله ییز برید کې د ۴ بریدګر او ۶ پولیسو وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا؛ تېره شپه اته بجې ۴ بریدګرو، چې د پوله ساتو ځواکونو جامې یې اغوستې وې، د سپین بولدک ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د لویې لارې د ساتونکیو پر یوه مرکز یې برید کړی و. دغه برید نن سهار پای ته رسیدلی او سیمه د پاکولو لاندې ده.
راپورونه وایي، چې برید د څلور بریدګرو او شپږ پولیسو په وژل کیدو پای ته رسیدلی دی.
د راپورونو له مخې؛ بریدګرو د امنیه قومندانۍ په لومړۍ دروازه کې یوه موتر سایکل ته چاودنه ور کړه او بیا له پولیسو سره په جګړه کې ښکېل او څو چاودنې رامنځته شوې.
وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت منلی او د لسګونه دولتي ځواکونو د وژلو ادعا یې کړې ده.