تازه خبرونه

د تمیم شنسب پر دوسیه څېړنې بشپړې شوې- لویه څارنوالي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د لویې څارنوالۍ مسوولین وايي؛ تمیم شنسب د څو قتلونو او عامه نظم د ګډوډولو پر تور نیول شوی؛ پر دوسیه یې څېړنې بشپړې شوي او ډېر ژر به محکمې ته وسپارل شي.

تمیم شنسب هغه کس دی، چې څلیریشت ساعته د کابل په مهمه سیمه نوي ښار کې یې د خپلو ۲۰ وسلوالو په ملاتړ له افغان ځواکونو سره نښته وکړه او یاده سیمه یې د خلکو پر مخ تړل ساتلې وه.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وايي، چې قتل، د عامه نظم ګډوډول او عامه وګړیو ته مالي زیان اړول هغه تورونه دي، چې شنسب او د هغه ۲۰ وسلوال ورسره مخ دي.

هغه زیاته کړې، چې د تمیم شنسب او د هغه د شل وسلوالو کسانو په اړه څېړنې بشپړې شوي او دوسیه به یې ډېر ژر محکمې ته ولیږل شي.

پولیسو د تمیم شنسب او د هغه له وسلوالو کسانو څخه یو شمېر هغه وسلې او مهمات هم تر لاسه کړي، چې د افغان ځواکونو سره په نښته کې کارول شوي دي.

د افغانستان د رڼښت بنسټ  څېړونکی ناصر تیموري وایي؛ کله، چې دا کسان عامه نظم ګډوډوي خلک یې د دوسیو د چټکې او پرېکنده څېړنې غوښتونکي کیږي او باید پایله یې هم ولس ته په ډاګه شي.

خلک وایي؛ حکومت باید د خپل حاکمیت لمن پراخه کړي. په ځانګړي توګه د هغو زورواکو او ناقانونه وسلوالو مخه دې ونیسي، چې په پلازمېنه کې امنیت ننګوي او له قانون سرغړونه کوي.

د کابل ښار یو اوسیدونکي آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې حکومت باید له پلازمېنې څخه د نامسوولو وسلوالو ټغر ټول او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

پولیسو هم هغه مهال ویلي وه، چې دوی غوښتل یو غصب شوی کور د محکمې د حکم له مخې له تمیم شنسیب څخه تر لاسه کړي؛ خو دغه کس خپلو وسلوالو ته امر وکړ او له پولیسو سره یې نښته پیل کړه، چې په کې نه یوازې څو پولیسو او عامو خلکو ته مرګ و ژوبله واوښته، بلکې عام خلک یې هم له مالي زیان سره مخ کړل.  

Trending

Exit mobile version