تازه خبرونه

د غویی ۸ د مجاهدینو د بریا له ۲۷کلیزې سره برابره ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مجاهدینو د بریا د ۲۷ کلیزې په ویاړ جوړو شویو مراسمو کې حکومتي چارواکو او سیاستوالو د سولې د هڅو پر دوام ټينګار وکړ.

ولسمشر غني د سولې مشورتي لویې جرګې ته په نغوته کې وویل، چې یو څرګند او ښکاره دولت باید د خلکو د برخلیک لپاره څرګندې او ښکاره پرېکړې ولري او د خلکو غږ واوریدل شي. د جګړې بیې پرېکولو لپاره باید سراسري سلا مشورې تر سره شي.

اجرائيه رييس هم ويلي، چې د سولې مالکیت باید له افغانانو سره وي او نور هېوادونه کولی شي په دغه بهیر کې له افغانانو سره همکاري وکړي.

اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وايي، چې ځواکمن او ګاونډ هېوادونه کولی شي په افغان سوله کې همکاري وکړي؛ خو د سولې د وروستۍ پرېکړې واک باید له افغانانو سره وي.

پخواني جهادي رهبرانو ويلي؛ دوی د سولې د لښکر په سر کي دي او غواړي، چې د ملت له غوښتنې سره سم په هېواد کې د سولې ټینګولو لپاره حرکت وکړي.

جهادی رهبر عبدرب الرسول سیاف وایي: دا مجاهدین ، دا مقاومت کوونکي به د روغې جوړې په لومړۍ لیکه کې هم ولاړ وي. ان شاالله  لکه څنګه مو، چې د هېواد د آزادۍ لپاره ملاتړلې وه دغسې به د سولې راوستو لپاره هم ملاوې تړو. هیله من یم، چې په دې اړه ټول ملت همغږي شي.  

په دغو مراسمو کې د ولسمشر دوه یم مرستیال هغو کسانو ته په نغوته کې، چې د لنډ مهالي حکومت غوښتنه کوي ویلي؛ هغو کسانو، چې ستره محکمه یې د پرېکړې ستره مرجع وه اوس یې مخالفت کوي.

د ولسمشر دوه یم مرستیال محمد سرور دانش وایي؛ هغو کسانو، چې د سترې محکمې پرېکړه یې ستره مرجع ګڼله اوس یې نه مني او پر لنډمهالي حکومت ټینګار وړاندې کوي، چې دا ناممکنه ده او د حل لار هم نده.   

دغه راز د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې د راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو رڼښت ته باید جدي پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې مشورتي لویه جرګه د جوړیدو په حال کې ده؛ خو ګډونوال او جوړوونکي یې له اصلي اجندا بې خبره پاتې دي او له دغې جرګې سره د حکومت یوې برخې او ځینو سیاستوالو هم پرېکون اعلان کړی دی.

خبریال: علی اصغري

Trending

Exit mobile version