تازه خبرونه
د سویل ختیځ زون د یوناما دفتر ساتونکیو خپلمنځي نښته کړې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د پکتیا امنیه قومندان سمونوال عثمان جانباز وایي، د یوناما د ساتونکیو قومندان او پولیس له لفظي شخړې وروسته وسلواله نښته کړې، چې قومندان او یاد پولیس وژل شوي دي.
د پکتیا امنیه قومندان زیاته کړې، چې د پېښې بشپړ څرنګوالی په ډاګه شوی ندی او له حېړلو وروسته به ښکاره شي، چې پېښه څنګه رامنځته شوې ده.
خبریال: فرید الله احمد زی