تازه خبرونه
د صنایعو او کانونو عالي شورا د برښنایي ستونزې د حل غوښتنه لري
د صنایعو او کانونو عالي شورا څرګنده کړې، چې د افغانستان برښنا شرکت ورسره په ځلونو ژمنې کړي؛ خو د برښنا ستونزه یې نده حل شوې.
د هېواد صنعتکارانو ویلي، هره ورځ لږ ترلږه دري ځلي د کار په بهیر کې برښنا پرې کیږي، چې دا چاره ورته له اقتصادي پلوه ستونزې رامنځته کوي.
د دوی د خبرو له مخې؛ د افغانستان برښنا شرکت هم نه غواړي، چې دې ستونزې ته بنسټیز حل ومومي.
د کانو نو او صنایعو عالي شورا رییس عبد الجبار ساپی وایي: کله د جګړي له کبله پرښنا پرې شي، کله يي برښنا شرکت پرې کړي او ترڅنګه یې هغه چاته برښنا هم نه ورکوي، چې نوې فابریکي جوړوي- دا ټولي ستونزي دي.
د افغانستان برښنا شرکت مسوولین بیا د صنعتکارانو دغه اداعا بی اساسه بولي او وایي، چې تر اوسه صنعتکارانو ته د برښنا بهیر په منظم ډول روان دی او هڅه کوو، چې د ۲۴ ساعته برښنا د ورکړې زمینه ورته برابره کړو.
د افغانستان برښنا شرکت د نشراتو رییس وحید الله تو حیدي وایي: مونږ اوس پر یوه داسې نوي سیستم کار کوو، چې د برښنا ستونزه حل او تولیدوونکیو ته ۲۴ ساعته برښنا برابره کړو.
د صنایعو اوپانګونې عالي شورا چاروکي وړاندیز کوي؛ د افغانستان برښنا شرکت باید خپل ظرفیتو لوړ کړي، چې وتوانیږي نویو کمپنیو ته هم برښنا برابره کړي.
خبریال: اسلم حجاب