تازه خبرونه

د سپين بولدک د بريد څېړلو په موخه سیمې ته یو ګډ پلاوی رسیدلی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کندهار په سپین بولدک کی د افغانستان او پاکستانيو ځواکونو ترمنځ له نښتې دوه ورځې وروسته کابل کندهار ته د دې مسلې د څېړنې په موخه یو ګډ پلاوی لیږلی دی.

د ملي دفاع وزارت د اپراسيون ریيس، چي د دې پلاوي مشري کوي وايي تر هغې، چي دواړو لوریو ته قناعت نه وي ورکړ شوى او د پاکستان او افغانستان فرضي کرښه نه وي معالومه شوې؛ چاته د بريد او کار اجازه نه ورکوي.

د ملي دفاع وزارت د اوپراسيون رياست مرستيال فرید احمدي، چې د دې پلاوي مشري کوي وايي؛ له پاکستاني لوري به وغوښتل شي، چې په سیمه کې اوربند ته ژمن پاتي شي او د دواړو هېوادونو ځواکونه دې له سیمې څخه شاتګ وکړي او وروسته به د دواړو هېوادونو د یوه تخنیکي پلاوي له لوري پر دې کار وشي، چې آیا دا سیمه د افغانستان او که د پاکستان د خاورې اړوند ده.

نوموړی زیاتوي، په دې پلاوي کي د کورنيو چارو وزارت، د ملي امينت رياست او بهرنيو چارو وزارت استازي بقرخه لري، چي دغه موضوع به هر اړخيزه وڅېړي.

د هغه په وينا؛ که بيا ځلي د پاکستان لخوا کوم اقدام وشي؛ نو دوى به د افغانستان د خاوري د دفاع  لپاره له هر ډول ځواک څخه کار واخلي او هغوى ته به غاښ ماتوونکى ځواب هم ورکړي.

ده په ډاګه کړې؛ د دیورند کرښې پر سر پاکستانيو جنرالانو ورسره ژمنه کړې، چې د صفري نقطې تر ټاکل کیدو به د اغزن سيم او سرشمېرني بهیر دروي؛ خو بايد له سیمې څخه افغان او پاکستاني پوځيان شاتګ وکړي، چې عامو خلکو ته زيان وانه وړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له سیمې ډېر اوسیدونکي بې ځایه شوي او امن سبیمو ته لیږدیدلي دي.

خبریال: بريالى رحيمي.

Trending

Exit mobile version