تازه خبرونه
د سولې لپاره اوس تر بل هر وخت ډېره زمینه برابره شوې
ولسمشر اشرف غني د افغانستان خلک د سولې لپاره تږي بولي او وایي، چې تر اوسه دې موخې ته ندي رسیدلي.
ولسمشر غني ټینګار کوي، لنډ مهاله سوله د خلکو ستونزې نشي حل کولی او باید د سولې لپاره بېلابېلې لارې ولټول شي.
هغه دا هم ويلي، چې لنډمهاله سوله د افغانستان ستونزه نه حل کوي او باید تلپاتې سوله ټینګه شي.
ښاغلی غني ټینګار کړی، چې د سولې لپاره اوس تر بل هر وخت زیات زمینه برابره شوې او ورته یې معقوله حل لار هم پیدا کړې ده.
د میلاد د نیکمرغې ورځې په مناسبت دیني عالمانو ویلي، د سولې لپاره لویه جرګه جوړه شوه؛ خو د جګړې ښکېلو خواوو شین څراغ ښکاره نکړ.
د عالمانو د سراسري شورا رییس حبیب حسام ویلي، د شخصي ګټو لپاره د سولې له بهیر ګټه د منلو نده؛ عالمان د سولې لپاره د رښتینو هڅو غوښتنه کوي.
ټاکل شوې، چې دوه اوونۍ وروسته د چین په پلازمېنه کې د افغانانو خپل منځي خبرې پیل او سولې ته زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د خبرو لپاره یو پټ پلاوی لیږلی، چې طالبان د بیجینګ په ناسته کې یوازې د افغان حکومت له پلاوي سره خبرې وکړي.