تازه خبرونه
د سولې هوکړه لیک به د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره کړي- قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له یوې ترکي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې حکومت یې د افغانستان د سولې په بهیر کې ډېر څرګند او روښان رول لوبولی د دې بهیر د آسانه کولو لپاره خپلې هیڅ راز هڅې نه سپموي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي؛ زه د دې خبرو اترو منطقي حل ته هیله من یم؛ ځکه د طالبانو او امریکایانو تر منځ د سولې احتمالي هوکړه لیک به د افغانانو د خپلمنځي خبرو د پیل لپاره زمینه برابره او پر هیلو به یې ملتیا کیږي. دا خبرې به د پخلاینې سبب وګرځي، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره ورته اړتیا ده.
که څه هم پاکستان په ځلونو تورن شوی، چې د افغانستان په قضیه کې مثبت رول نه لوبوي؛ خو قریشي ادعا کوي، چې هېواد یې یو ځل بیا د افغانستان په تړاو مثبت رول لوبولو ته چمتو دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له طالبانو او خپل حکومت څخه غوښتي، چې یوې مثبتې پایلې ته د رسیدو لپاره په کړنو کې نرمښت وښیي، چې ښه او غوره نرمښت په تاوتریخوالي کې کمی دی.