تازه خبرونه
د سولې لپاره د تاوتریخوالي طرحه پوځي، حقوقي او عملي اړخونه نلري- صدیق صدیقي
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۲) پخپلو تویتونو کې په ډاګه کړې؛ د سولې خبرو لپاره د حکومت طرحه اوربند دی، خو د تاوتریخوالي د کمښت طرحه پوځي، حقوقي او عملي اړخونه نلري.
هغه په خپل یو تویت کې څرګنده کړې؛ د سولې خبرو اترو د پیل لپاره د افغان حکومت طرحه اوربند دی.
زمونږ موخه له اوربنده هغه اوربند دی، چې دوه کاله مخکې د اختر په ورځو کې رامنځته شو او همدا له سولې زمونږ څرګنده پېژندنه ده.
صدیق صدیقي زیاته کړې؛ مونږ په اوربند کې له نړیوالو تجربو برخمن یو. مونږ ته د سولې خوندیتوب د جګړې پای ته رسیدل دي. د تاوتریخوالي بېلابېلې بڼې له جګړې سره تړاو لري. اړتیا ده، چې وړاندې شوې طرحې مو څرګندې وي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په قطر کې بېرته له سره پیل شوي او تر دې دمه یې د تاوتریخوالي د کچې راټيټول د پام وړ دي.