تازه خبرونه
د سولي زمینې برابرولو ته تر ټولو ښه لار د افغان ځواکونو پیاوړتیا ده- ناتو
د ناتو سر منشي ویلي، چې په افغانستان کې د سولي زمینې برابرولو ته تر ټولو ښه لار د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا ده.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ په بروکسل کې بیا پر افغانستان وغږید او څرګنده یې کړه، چې ځواکونه یې په دې هېواد کې؛ ځکه دېره شوي، چې د سولې خبرو ته زمینه برابره شي.
هغه زیاته کړې، چې له مخالفانو سره د مبارزې ښه لار د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا او ملاتړ دی.
د ناتو سرمنشي وایي؛ ځواکونه به یې په افغانستان کې تلپاتې حضور ونلري، بلکې د دې لپاره هلته شتون لري، چې د سولې خبرو ته شرایط برابر کړي او ټینګار کوي، چې له پوځي لارې بریالي کیدی نشي.
د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ د دغه سازمان د دفاع وزیرانو د ناستې په څنډه کې یوې خبري ناستې ته څرګنده کړه؛ طالبان باید پوه شي، چې د جګړې په ډګر کې بریالي کیدی نشي او هغوی باید د تاوتریخوالي کمیدو ته ژمن شي او وښیي، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره رښتني سوله غواړې.
د ناتو سرمنشي دا هم ویلي؛ پر ننګونو سربېره افغان ځواکونه د پياوړتیا په حال کې دي او ناتو هڅه کوي، چې سولې ته زمنیه برابره کړي.
هغه وایي؛ مونږ د امریکا له هڅو، چې په افغانستان کې د جګړو د پای لپاره کیږي هم ملاتړ کوو.
ناتو په بروکسل کې د دې سامان د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ ناسته لري؛ په لومړی ورځ یې افغانستان او عراق د بحث مسایل دي او دویمه ورځ یې د افغانستان پر حالت راڅرخي.
