تازه خبرونه

د سولې بهیر د ګډوډلو هڅه باید هیڅوک ونکړي- حکمتیار

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۶, ۱۳۹۸)

د پخواني شوري اتحاد د لښکرو د وتلو په تړاو په هرات ولایت کې جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال د حزب اسلامي مشر او د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار ویلي؛ که څه هم د امریکا او طالبانو د خبرو اترو د بهیر ملاتړی دی، خو ځینې په کور دننه د دې بهیر د ګډوډلو په لټه کې دي.

د طالبانو او امریکایانو د پلاوو تر منځ د سولې هوکړه لیک ته د نږدې کیدو په درشل کې اوس اندېښنې په دې را ټولې دي، چې د افغان مرکچي پلاوي د غړیو ترکیب به څه ډول وي.   

ګلبدین حکمتیار، چې ټاکنډله یې د تلې شپږمې په ټاکنو کې درېیم ځای ګټلی سولې ته د رسیدو لپاره سیاسي پوهاوی اړین بولي او وایي، چې د افغانانو خپلمنځي خبرو اترو د پر مخ بیولو لپاره د افغان پلاوي د غړیو پر ترکیب او جوړښت هیڅوک نه پوهیږي.

هغه وایي، په دې اړه په کور دننه هیڅ سیاسي اجماع نشته.

د حزب د مشر حکمتیار د څرګندونو له مخې؛ د سولې خبرو اترو لپاره باید یو واحد آدرس جوړ شي او ټول ښکېل سیاسي لوري باید په کې شتون ولري.

نوموړي زیاته کړې، په دې برخه کې د درې مخکښو ټاکنډلو او د حامد کرزي پر محوریت سیاسیونو تر منځ سیاسي پوهاوي ته اړتیا ده.  

ځینې سیاسیون هم وایي، که له طالبانو سره د خبرو لپاره له حکومتي څېرو یو پلاوی جوړ شي، دا به هیچا ته د منلو وي.

د افغانستان نوې ملې جبهې مشر انوارالحق احدي ټینګار کړی، چې مرکچي پلاوی باید یوازې حکومتي څېرو پورې محدود نه وي؛ ځکه دا ډول پلاوی به هیچا ته د منلو  نه وي.

افغان حکومت مخکې ویلي وه، چې د افغانانو د خپلنځي خبرو لپاره ټول منلی پلاوی چمتو شوی، چې د اړتیا په صورت کې به د خبرو بهیر ته ولیږل شي.

۳۱ کاله مخکې د ۱۳۶۷ لمریز هجري کال د سلواغې پر ۲۶  روسانو د افغانستان خاوره خوشې کړه او پاتې ځواکونه یې د دوستۍ له پله خپل هېواد ته ستانه شول.

دغه ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو په ځانګړي توګه په کابل او هرات کې د بري د ورځې په توګه ونمانځل شوه. د دغو هېواد والو د څرګندونو له مخې؛ دوی وکولی شول، چې له نهه کلنې جګړې وروسته د وخت شوروي ځواکونه پر ګوندو کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د ناتو ملکي استازي نیکولای کي  له طالبانو سره د خبرو لپاره د بروکس د ناستې په څنډو کې له افغان حکومته د ټول منلي پلاوي د جوړولو غوښتنه کړې ده.

Trending

Exit mobile version