تازه خبرونه
د بلوچستان په کویټه ښار کې چاودنې ۴۵ کسانوته مرګ وژوبله اړولې
رویټرز خبري سرچینې د پاکستانیو چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې د پاکستان بلوچستان ايالت په مرکز کوټې ښار کې ځانمرګي برید ۱۰ کسان وژلي او ۳۵ نور یې ټپیان ټپيان کړي دي.
د کوټې ښار د پوليسو يوه مشر رسنيو ته ويلي، دغه چاودنه د کوټې ښار د محکمې مخې ته پر اقبال سړک هغه مهال رامنځته شوه، چې په دې سيمه کې د اهل سنت والجماعت مذهبي ډلې لخوا مظاهره روانه وه.
ویل کیږي، چې دغه چاودنه په موترسایکل کې له ځای پرځای شویو چاودیدونکیو توکو رامنځته شوې، چې په کې دوه پوليس هم وژل شوي دي.
د ځينو روغتيايي سرچینو ویلي، چې ښايي د مرګ و ژوبلې شمېر له دې هم ډېر شي.
د پېښې څرنګوالی تر اوسه ندی روښانه او نه هم چا د چاودنې مسووليت منلی دی.
ویل کیږي، چې پوليسو سیمه کلابنده کړې او امنيتي ځواکونو هم چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
پوليسو ويلي، د چاودنې په اړه يې پلټنې پيل کړي او وروسته به له رسنيو سره معلومات شريک شي.
