تازه خبرونه
د خپلمنځي خبرو حکومتي پلاوی به سبا اعلام شي- ولسمشر غني
داکتر اشرف غني د دوشنبې پر ورځ د کب ۱۹ له غرمې وروسته د ولسمشرۍ د لوړې له مراسمو وروسته په پوره ټینګار وویل، چې د خپلمنځي خبرو لپاره به حکومتي پلاوي وروستی شي.
د داکتر عبدالله عبدالله او داکتراشرف غني د لوړې مراسمو په درشل کې ټاکل شوې وه، چې د سولې راوستلو د هوکړې له مخې؛ د کب پر ۲۰ او د مارچ بر لسمه خپلمنځي خبرې پیل شي؛ خو نه تر اوسه د خبرو پلاوی او نه هم د خبرو لپاره د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو برخلیک معلوم دی.
له لوړې وروسته ولسمشر ژمنه وکړه، چې دله طالبانو سره د خپلمنځی خبرو لپاره د حکومتي پلاوي نوملړ به سبا وروستی شي.
له بلې خوا د داکتر عبدالله عبدالله ویاند وايي، چې د ولسمشریزو ټاکنو وروستیو پرمختګونو د افغانانو د خپلمنځي خبرو پر بهیر سیوری غوړولی او ښايي وځنډيږي.
د سپیدار ماڼۍ ویاند مجیب الرحمن ویلي، چې مونږ د خبرو لپاره چمتووالی لرو؛ د پلاوي په جوړښت کې ستونزې نه لیدل کیږي، بیا هم که ځنډ رامنځته شي دا به لنډمهالی وي. مونږ په دې برخه کې هم چمتووالی لرو.
که څه هم د سولې عالی شورا د خپلمنځي خبرو له ځنډه څه نه وایي؛ خو ټینګار کوي، چې د خبرو پلاوی باید د خبرو د ترسره کولو ځواک ولري.
د سولې عالی شورا غړی امین وقاد ویلي: دا، چې خبرې ځنډیدلي یا په ناروي یا بل ځای کې تر سره کیږي؛ په اړه یې معلومات نلرو، خو پلاوی باید د خبرو د ترسره کولو ځواک ولري.
سیاستوال هم وايي، چې د ولسمشرانو په توګه د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسمو د افغانانو خپلمنځي خبرې اغېزمنې کړې دي.
د ولسمشر سلاکار نبي مصداق وایي: د افغانانو خپلمنځي خبرې باید پیل شي او د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کول دې هم د خبرو یوه برخه وي. په داسې حال کې، چې طالبانو ویلي؛ له امریکا سره د سولې راوستلو د هوکړې له مخې باید له خبرو مخکې بندیان خوشې شي.
داسې وېره شته، چې ښايي روان وضعیت به د سولې رامنځته شوی فرصت هم له منځه یوسي او هېواد به له یوه ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي.